د خېبرپښتونخوا حکومت امن جرګې نه پس جاري شوې اعلاميه کښې وئيلي شوي چې صوبه کښې د امن بحالۍ لپاره دې صوبائي اسمبلي اعتماد کښې واخستې شي،پاس شوې قراردادونه دې عملي کړې شي، پوليس او سي ټي ډي به صوبه کښې امنيت لپاره کردار ادا کوي،نورې ادارې به ضرورت مطابق طلب کولې شي ۔
پيښور: خېبر پښتونخوا کښې د امن و امان په صورتحال غور او د ترهه ګرۍ د مخنيوي لپاره تګ لاره ټاکلو په غرض د صوبائي حکومت امن جرګه شويده، د جرګې مشري د صوبائي اسمبلۍ سپيکر بابر سليم سواتي کړېده ۔
امن جرګه کښې وزيراعلیٰ سهيل آفريدي ،ګورنر فيصل کريم کنډي ، د سياسي پارټو مشرانو، نمائندګانو، د سول سوسائټۍ غړو،د وکلا تنظيمونو نمائندګانو او سينئير صحافيانو جرګه کښې شرکت کړېدې ۔
امن جرګې اعلاميه جاري: ۔
د خېبر پښتونخوا حکومت سوري لاندې شوې امن جرګې ته د مشرانو وينا نه پس اعلاميه هم جاري شويده ۔
اعلاميې ترمخه ترهه ګرۍ نه متاثره سيمو کښې دې غير قانوني مائننګ فوري بندکړې شي، صوبه کښې جاري سيکيورټي ادارو کاروائيانو په اړه دې اسمبلۍ ته اِن کيمره بريفنګ ورکړې شي،او دا چې بين الصوبائي تجارت دې بحال کړې شي ۔
د امن جرګې اعلاميه کښې وئيلي شوي چې د وفاقي په ذمه د صوبې حقوق او مالي مرستې دې اوکړې شي، امن جرګې تجويز ورکړې چې پښکتونخوا حکومت او صوبائي اسمبلي دې د صوبې په سطح ايکشن پلان جوړ کړي ۔
اعلاميه کښې دا هم وئيلي شوي چې افغانستان سره دې ټولې پولې تجارت لپاره کولاؤ کړې شي، پاک افغان خارجه پاليسي جوړولو کښې دې پښتونخوا حکومت سره مشاورت اوکړې شي ۔
اعلميې مطابق وفاقي او صوبائي حکومت ترمينځ دې تاؤ تريخوالې ختم کړې شي ،د مشترکه مفادات کونسل اجلاس دې مقرره آئيني وخت کښې رابلل يقيني کړې شي ۔
امن جرګې ته د سياسي مشرانو وينا : ۔
د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د امن بحالۍ لپاره حکومت او اپوزيشن پشمول ټول سټيک هولډز يو ځائې راغونډول د صوبائي حکومت لويه کاميابي ګرځولي ده ۔
امن جرګې ته وينا په وخت ګورنر وئيلي دي چې امن د صوبې ضرورت دے خو د بدقسمتۍ نه د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعماليږي بايد چې ټول مسائلو حل لپاره مونږ يو موټي شو ،
وزيراعلیٰ سهيل آفريدي امن جرګې ته وينا په وخت وئيلي دي چي د بند کمرو د فيصلو لوجې صوبه د بدامنۍ ښکار ده دا فيصلې نور بنديدل پکار دي ۔
سهيل آفريدي وينا ترمخه په مشاورت سره جوړيدونکې پاليسۍ کاميابي وي، وزيراعلي د افغانستان سره د مذاکراتو هرکلې کړې او وئيلي ئي دي چې دې سلسله کښې صوبائي حکومت اعتماد کښې اخستل پکار وو ۔
اپوزيشن ليډر ډاکټر عباد صوبائي امن جرګې ته وينا په وخت وئيلي دي چې مونږ ډيره بدامني وزغمله،د امن تګ لارې لپاره مونږ سياسي او نظرياتي اختلافات ختم کړل او ټول رايوځائې شوي يو اميد لرو چې دا جرګه به د صوبې امن په ځائې کولو کښې مثبت کردار ادا کړي ۔
د عوامي نيشنل پارټۍ صوبائي صدر ميا افتخار هم امن جرګې ته وينا کړې او وئيلي ئي دي چې د ترهه ګرو نه مذهب شته او نه دين، بدامني نړي واله مسئله ده دا يو مذهب يا جماعت سره تړل نه دي پکار ۔
د ميا صيب وينا ترمخه د ترهه ګرۍ خلاف عملي ګامونه پورته کول د صوبائي حکومت کار دے په دې حواله حکومت له واضح موقف خپلول پکار دي ۔
د قومي وطن پارټۍ مرکزي چيئرمين افتاب احمد خان شيرپاو وئيلي دي چې صوبه کښې د امن لپاره کوټلي ګامونه پورته کول پکار دي،وفاق او صوبې ترمينځ ښه تعلقات هم د وخت ضرورت دے ۔
امن جرګې ته خپله وينا کښې افتاب شيرپاؤ وئيلي دي چې افغانستان د پاکستان ګاونډي ملک دے تعلق ورسره خرابول نه دي پکار ۔
د جماعت اسلامي پخواني امير سراج الحق وئيلي دي چې افغانستان سره جنګ د مسئلې حل نه دې د دې تاؤ تريخوالي فائده بهارت ته رسي دواړوه ملکونه دې ټول مسائل د خبرو د لارې حل کړي ۔
امن جرګې ته وينا په وخت سراج الحق د وفاق نه حق اخستو لپاره سياسي پارټو باندې مشتمل جرګه جوړلو تجويز وړاندې کړې دې ۔

