سينټ غزه باندي بحث مکمل کولو نه پس مشترکه مذمتي قرارداد منظور کړو،د اسحاق ډار لخوا پيش شوي قرارداد کي د هغو ملکونو هم مذمت شوي څوک چي د اسرائيل سره مرستي کوي، اجلاس ته خطاب کي نګران وزير خارجه جليل عباس جيلاني ويلي چي اسرائيلي عسکر دي د مقبوضه سيمو نه انخلا وکړي، پاکستان د فلسطيني اولس سره اولاړ دي.
سينټ اجلاس د چيرمين صادق سنجراني په مشري کي شوي، اجلاس ته خطاب کي نګران وزير خارجه جليل عباس جيلاني ويلي چي پاکستان په غزه کي فوري اوربند غواړي، مونږ د فلسطيني اولس سره اولاړ يو، اسرائيلي عسکر دي فورا مقبوضه علاقو نه انخلا وکړي، دي ورستو اسحاق ډار مذمتي قرارداد پيش کړو، چي پکي د اسرائيل ملګرتيا کونکي ملکونو هم مذمت شوي، او دوي ته په جرائم کي شراکت دار ويلي شوي، قرارداد کي ويلي شوي چي پاکستان د يو خپلواکه فلسطيني رياست د کوم چي يروشلم دارلحکومت وي، حمايت کوي، غزه اولس ته دي فوري توګه امدادي سامان ورسولي شي ، اراکين سينټ متفقه توګه باندي دغه مذمتي قرارداد پاس کړي