د امارت اسلاميه افغانستان ترجمان ذبيع الله مجاهد د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په بيان رد عمل مخې ته راغلې، وائي چې مونږ خپله خاوره د پاکستان خلاف استعمالولو چا ته هم اجازه نه ورکوؤ، مونږ خپل هيواد په شان پاکستان کښې هم امن غواړو، امارت اسلاميه پاکستان کښې د قيام امن ذمه وار نه دې، پاکستان دې خپلې مسئلې پخپله حل کړي.
په سماجي رابطو ويب سائت ايکس باندې جاري کړې بيان کښې د طالبانو حکومت ترجمان ذبيع الله مجاهد اوئيل چې امارت اسلاميه خپله خاوره د پاکستان باندې حملو لپاره استعمالولو اجازه نه ورکوي، د پاکستان سيکيورټي مسئله د هغه اندروني معامله ده
هغه اوئيل چې امارت اسلاميه چې څنګه افغانستان کښې امن او استحکام غواړي هغه شان پاکستان کښې هم غواړي، امارت اسلاميه پاکستان کښې د قيام امن ذمه وار نه دې، پاکستان دې خپلې مسئلې پخپله حل کړي او افغانستان دې ذمه وار نه ګرځوي، پاکستان کښې د بدامنې پېښو کښې زياتوالې د دې خبرې دليل نه دې چې دې په شه افغانستان دې
ترجمان اوئيل چې افغانستان کښې وسله محفوظه ده، غير ذمه وارو لاس ته نه دې ورغلې، افغانستان د يو رور او ګاونډي په شان پاکستان سره ښه تعلقات غواړي، پاکستان ته هم د امارت اسلاميه په نيت شک کول نه دې پکار، مونږ د چا ملک اندروني معاملاتو کښې مداخلت يا خلاف اقدامات کول نه غواړو#