وزارت صنعت و پيداوار ډاکټر ګوهر اعجاز اعلان کړے دے او وئيلي ئي دي چي د اکتوبر مياشت کښې د پاکستان برآمداتو کښې ديارلس اعشاريه پينځه فيصد اضافه شوي ده ۔ خپل بيان کښې هغه وئيلي دي چي درآمداتو کښې د اتلس اعشاريه پينځه کمۍ شوے دے د کوم سره چي تجارتي خساره څلور ديرشت فيصد کمه شوي.
د صنعت او پيداوار وزارت تر مخه په اکتوبر کښې د برآمداتو حجم دوه اعشاريه اووه بلين امريکي ډالر وو، ولي هم دغه وخت کښې د زراعت او د خوراک په شعبے کښې د دري اويا فيصد بهتري راغلي ده ۔ ډاکټر ګوهر اعجاز اوئيل چي په مختلفو شعبو کښې برآمدات په تيزۍ سره وده کوي ۔ مينوفيکچرنګ او انجينئرنګ برآمدات کښې يوولس فيصد اضافه شوي ده ولي زراعت په برآمداتو کښې اته څلويښت فيصد اضافه شوي ده ۔ د صنعت او پيداوار وزارت وئيلي دي چي د کال دوه زره دريويشتم جولائي نه تر اکتوبر د پاکستان په برآمداتو کښې صفر اعشاريه اووه اضافه شوي ده او برآمدات اضافي سره نهه اعشاريه شپږ بلين ډالر ته رسيدلي ۔ درآمداتو کښې د اتلس اعشاريه پينځه فيصد کمۍ شوے دے د کوم سره چي تجارتي خساره څلور ديرشت فيصد کمه شوي