پاکستان اوزمبابوے ترمينځ درې يو ورځنې ميچز سيريز په اولنې ون ډے کښې زمبابوے په اتيا رنز پاکستاني ټيم ته ډي ايل ايس باندې شکست ورکړېدې ۔
بلاوائيو ګراؤنډ کښې لوبيدلې اولني ميچ کښې د قامي ټيم کپتان محمد رضوان تاس ګټلو نه پس اول د فيلډنګ فيصله کړې وه، کومه چې غلطه ثابت شويده ۔
د زمبابوے ټول ټيم يو څلويښتم اوور کښې دوه سوه پنځه رنز باندې آؤټ شوې وو، چې پکښې ټولو نه زيات رچرډ نګراوا اته څلويښت او سکندر رضا نهه ديرش رنز جوړ کړي وو ۔
پاکستان طرف نه فيصل اکرم او سلمان علي آغا درې درې، عامر جمال، محمد حسنين او حارث رؤف يو، يو وکټ په خپل نوم کړې وه ۔
د مقرره هدف په تعاقب کښې قامي ټيم يويشت اوورونو کښې شپږ وکټو په زيان شپيته رنز جوړ کړي وو او مشکلاتو سره ئې مخ شوې وو، چې بيا باران شو او ميچ اودرولې شو ۔
ډير وخت پس هم باران جاري وو او بيا د ميچ فيصله د ډي ايس ايل ميتهډ لاندې اوکړې شوه او کوربه ټيم ته اتيا رنز باندې ګټه ورکړې شوه، چې ورسره زمبابوے ته سيريز کښې يو صفر سره برتري هم ترلاسه شوې ده ۔
شاندار آل راؤنډ کارکردګۍ باندې سکندر رضا ته د ميچ د بهترين کهلاړي انعام ورکړې شوې دې ۔
دواړو ټيمونو ترمينځ به د ون ډے سيريز دوئم ميچ به شپږ ويشتم او درېم او آخري ميچ به په اته ويشتم نومبر لوبيږي او بيا به ټي ټوينټي سيريز هم کيږي ۔