پيښور کښې خبري غونډې ته خپله وينا کښې د پيپلز پارټۍ خيبر پښتونخوا رهنما ضيا ء الله آفريدي وئيلي چې خېبر پښتونخوا کښې دکرپشن بازار ګرم دے ۔
د پيپلز پارټۍ صوبائي مشر اووئيل چې د پخواني صوبائي وزير شکيل خان له اړخه په وزيراعلیٰ د کرپشن پاخۀ ثبوتونه مخې ته راتلو نه پس بائد علي امين ګنډاپور اوس د وزارت اعلیٰ د څوکۍ نه استعفیٰ ورکړي ۔
هغه اووئيل چې صوبه داسې معاشي بدحالۍ سره مخ ده چې هر يوې طبقې سره تعلق لرونکې ئې په صوبه پريښودو مجبوره کړېدې ۔
ضيا ء الله آفريدي اووئيل چې خېبر پښتونخوا کښې د روان کرپشن تحقيقاتو لپاره بائد عدالتي کميشن جوړکړے شي ۔
هغه اووئيل چې پاکستان پيپلز پارټي به په هر فورم د کرپشن او بد عنوانۍ خلاف آواز پورته کوي ځکه چې د زيات کرپشن لوجې د خېبر پښتونخوا معاشي نظام دتباهۍ په لور روان دې ۔
ديوې پوښتنې په جواب کښې ضيا ء الله آفريدي اووئيل چې وزيراعلیٰ په خپله کرپشن کښې ککړ دې او که چرې پخوانې وزير شکيل خان کرپشن کښي ککړ وي نو بائد چې زر ترزره ګرفتار کړے شي ۔
شکيل خان د وزيراعلیٰ او سي اينډ ډبليو په سيکريټري ثبوتونو سره دکرپشن الزامات لګولي دي ۔