کوز دير: د عوامي نيشنل پارټۍ پخوانې سينيټر زاهد خان اے اين پي په مکمله توګه پريښودلې او په مسلم ليګ ن کښې ئې د شموليت اعلان کړېدې ۔
دې لړ کښې دير کښې د مسلم ليګ ن صوبائي صدر او وفاقي وزير انجينئز امير مقام په موجودګۍ کښې زاهد خان دغه اعلان کړېدې ۔
په دې موقع خپله وينا کښې زاهد خان وئيلي چې د نوازشريف او شهبازشريف په وينا مسلم ليګ ن کښې شامل شوې يم او د خپلے علاقے او ملک خدمت به جاري ساتم ۔
کوزدير کښې شموليتي جلسې ته وينا کښې زاهد خان وئيلي دي چې شهبازشريف مې د ملاکنډ ډويژن د خلقود مشکلات نه خبر کړې دې ۔
زاهد خان د وزيراعظم شهبازشريف نه غوښتنه کړې چې تيمر ګره او بره دير پورې موټر وے جوړه شي، نو د ځائې خلقو ډيرې مسئلې به ختم شي ،که دا کارونه اوشو نو دا به د تيمرګرې او ټول ملاکنډ په خلقو د دوي لوئې احسان وي ۔
زاهد خان دا هم وئيلي که چرې دې پارټۍ کښې هم د يو بل کمزورې کولو معامله وه، نو بيا د سياست پريښودو اختيار ماسره شته ۔
وزير سيفران امير مقام هم خپلې وينا کښي د زاهد خان شکريه ادا کړي او په خيبر پښتونخوا حکومت سختې نيوکې کړي،وئيلي دي چې پي ټي آئي حکومت د پي آئي اے اخستو خبرې کوي، ولې استاذانو ته حقوق ورکولو نه انکاري دې ۔
دير کښې شموليتي جلسې ته خپله وينا کښې امير مقام وئيلي چې پي ټي آئي د منافقت سياست کوي او ملکي معيشت ته نقصان رسولو لپاره ئې آئي ايم ايف ته خط هم ليکلې وو ۔