د عوامي نيشنل پارټۍ سينئر سياستدان زاهد د سياست پريښودو اعلان کړې، وئيلي دي چې ما د يو نظرئيې او سوچ لاندې سياست کولو۔
زاهد خان وئيلي چې بدقسمتۍ نه ملک کښې چې کوم سياست روان دے، هغې کښې نظريات چرته هم نيشته،موجوده حالاتو کښې نور سياست نشم کولې ۔
زاهد خان اووئيل چي مونږ په سياست کښي ډيري قربانۍ ورکړي، خو موجوده حالاتو کښې خپل سياست نور جاري نشم ساتلې ۔
زاهد خان زياته کړې چې مستقبل کښې د سياست فيصله به د خپلې حلقې خلقو سره مشاورت نه پس کوؤم ۔