د افغانستان عبوري حکومت ترجمان ذبيح الله مجاهد ماسکو اجلاس باندې ردعمل ښودلې او وئيلي دي چې اجلاس ته کابل انتظاميه نۀ وه رابلل شوې، دا ډول غونډې به افغانستان ته هيڅ فائده ورنکړي، هغۀ په ګاونډي هيوادونو غږ کړې چې افغانانو ترمينځ بغاوت پيدا کوؤلو نه دې ډډه اوکړې شي.
د افغانستان يوې خبري ادارې د طالبانو د حکومت ترجمان ذبيح الله مجاهد په حواله وائي چي د بدقسمتې نه ځينې هيوادونه کوشش کوي چې ختم شوي ګروپونه دوباره راژوندي کړې او په افغانستان کښې د بغاوت ماحول جوړ کړي
ذبيح الله مجاهد وائي چې د مخالفانو ته په روسيه کښې ځائې ورکول او د دوي غونډي کوؤل يقينا چې ښۀ ګام نه دې، دې لړ مو د روسيه حکومت د خپلو انديښنو نه خبر کړيدې، دغه هيوادونه دې د افغانستان په دننه معاملاتو کښې د مداخلت نه ډډه اوکړي
ياده دې وي چې تيره ورځ ماسکو کښې د طالبانو د حکومت مخالفانو اوپخواني جهادي کمانډرانو اجلاس شوې وؤ، چې پکښې د محمد محقق او احمد مسعود بشمول د ايران او ماسکو نمائندګانو ګډون کړې وؤ،اجلاس کښې ټولشموله حکومت، د زنانو تعليم او حقونو بشمول د افغانستان په مختلفو امورو خبرې شوي.