اسلام آباد ( اعجاز يوسفزئي ) د تيرو څو کلونو پشان کال دوه زره څليريشتم کښې هم پاکستان ته يوشميره معاشي ازميښتونه ورمخ وؤ، د ملک معاشي صورتحال کښې اګرچه خاطر خواه بهتري نه ده راغلې ولې يو شمير معاشي اشارو کښې د بهترۍ په شکل کښې حکومت ته ځينې کاميابۍ هم ترلاسه شويدي ۔
روان مالي کال دسمبر مياشت پورې د شرح نمو يعنې جي ډي پي هدف نۀ دې ترلاسه شوې، ايشيائي ترقياتي بينک خپل رپورټ کښې وائي چې روان کال به د پاکستان جي ډي پي درې فيصد پورې برقرار وي، روان مالي کال بجټ کښې د جي ډي پي هدف درې اعشاريه پنځه فيصد کيښودې شوې وؤ ۔
روان کال دسمبر مياشت پورې د حکومتي کوششونو لوجې ملک کښې د مهنګائې په شرح کښې معقول کمې راغلې، موجوده وخت ملک کښې د مهنګائې شرح څلور اعشاريه نهه فيصد ده، کوم چې د تيره شپږ نيم کاله دوران کم ترين کچ دې، حکومتي اعداد و شمار مطابق په دې مياشت مهنګائې نوره هم کميدې شي، او دا شرح څلور فيصد ته راکميدو امکان دې ۔
په ديارلسم دسمبر سټيټ بينک آف پاکستان لخوا جاري شوي هفته وار کښې رپورټ کښې وئيلي شوي چې پاکستان سره د غيرملکي زرمبادله مجموعي ذخائر شپاړس ارب، درې شپيته کروړ ډالر نه سيوا شويدي، رپورټ ترمخه سټيټ بينک سره دا مهال دولس ارب، اته کروړ ډالر دي، دغه رنګ د پرائيويټ بينکونو سره څلور ارب، پنځه کروړ ډالر موجود دي ۔
روان کال سټاک مارکيټ کښې د حصص خريد و فروخت کښې زبردست مثبت رجحان وؤ، په اول ځل هنډرډ انډيکس يو لاک پوائينټس نفسياتي حد کراس کړيدې، دا مهال هنډرډ انډيکس يو لاک، څوارلس زره نه سيوا پوائنټس باندې برقرار دې، ماهرين وائي چې سټاک مارکيټ کښې مسلسل مثبت رجحان د حکومت موثره مالي پاليسو او د حصص خريد و فروخت عمل باندې د سرمايه کارو اعتماد څرګندونه ده ۔
کال دوه زره څليريشتم دوران د پاکستان لپاره د آئي ايم ايف سره مذاکرات يو لوئې چيلينج وؤ، د آئي ايم ايف چارواکو سره مسلسل مذاکراتو وروستو بالاخر په شپږويشتم ستمبر د پاکستان لپاره د بيل آؤټ پيکيج منظوري ورکړې شوه، د معاهدې مطابق د سختو شرطونو په بدل کښې به آئي ايم ايف په اووه ديرش مياشتو کښې پاکستان ته اووه ارب ډالر بيل آؤټ پيکيج ورکول وي، ددې معاهدې تحت پاکستان ته د يو ارب، دوه کروړ ډالر اولنې قسط موصول شو ۔
روان مالي کال جولائي تا نومبر پورې پاکستان ته د مختلف ذرايو نه دوه اعشاريه اووه ارب ډالر قرضه ترلاسه شويده، کوم چې د تير کال هم دې مدت دوران اخيستې شوې قرضې نه کمه ده، دسمبر مياشت پورې د پاکستان غيرملکي قرضو حجم يو سل درې ديرش ارب ډالر نه سيوا ده، چين، سعودي عرب او ايشيائي ترقياتي بينک د پاکستان لپاره د غير ملکي قرضو سترو ذرايعو په توګه مخې ته راغلي ۔
تير يو مياشت دوران سټيټ بينک شرح سود کښې دوه فيصد نور کمې اوکړو، چې ورسره د سود شرح ديارلس فيصد ته راکم شو، کوم چې د تير دوه کاله دوران د ټولو نه کم ترين کچ دې، تير کال دسمبر مياشت کښې شرح سود دويشت فيصد ته رسيدلې وؤ
روان مالي کال دوران برآمداتو کښې اګرچه اضافه راغلې، ولې د برآمداتو هدف ترلاسه کيدل په نظر نۀ راځي، روان مالي کال بجټ کښې د برآمداتو هدف دوه ديرش ارب ډالر کيښودي شوې وؤ ولې اولنو شپږ مياشتو کښې يعنې دسمبر مياشت پورې برآمدات بل ديارلس اعشاريه اووه ارب ډالر دې، روان مالي کال خوراکي اجناس يعني دال، غوښه ، خوراک تيل، ګرم مصالحه، ميوه جات، چاول او د چينې پۀ ايکسپورټ کښې اضافه په نظر راغلې ۔
عالمي ريټنګ ايجنسې روان کال د پاکستان معاشي منظر نامه نوره هم غوره ښودلې ده، عالمي ريټنګ ايجنسي فچ د پاکستان ريټنګ د ټرپل سي نه ټرپل سي پلس کړيدې، د کوم سره چې د ملک معاشي اعتماد کښې اضافه راغلې، ريټنګ ايجنسې فچ خپل رپورټ کښې وائي چې د آئي ايم ايف لخوا اووه ديرش مياشت باندې محيط اووه ارب ډالر قرض پروګرام د پاکستان معاشي منظر نامه باندې مثبت اثرات غورزولي ۔