د خېبر پښتونخوا سيمې باجوړ کښې ترهه ګرو په کرکټ ګراؤنډ کواډ کاپټر سره حمله کړې چې پکښې درې کسان ژوبل شويدي، ځائے سرچينې وائي چې ترهه ګرو هغه وخت حمله کړې چې کله ګراؤنډ کښې ماشومانو کرکټ لوبولو، سرچينو مطابق سيکيورټي فورسز د ترهه ګرو او افغان طالبانو ته بهر پور جواب ورکوي ۔
د ترهه ګرو بلا اشتعال جارحيت، خيبر پښتونخوا شهري آبادې باندې بزدلانه حملو سلسله جاري ده،د باجوړ سيمې ماموند تحصيل شاهي تنګي کښې کرکټ ګراؤنډ باندې کوډ کاپټر سره حمله کړې شوېده، چې پکښې درې کسان ژوبل شويدي، کوم چې د علاج لپاره په فوري توګه هسپتال ته رسولي شويدي ۔
ډپټي کمشنر باجوړ وينا ده چې مارچ او اپريل دوران ماموند او سلارزئي کښې ماټر ګولے داغلې شوې وې، باجوړ کښې په سول آبادې د افغان طالبانو ډزو سره نهه کسان شهيدان شوي وو، چې پکښې درې زنانه او شپږ ماشومان شامل وو ۔
سيکيورټي فورسز د ترهه ګرو او افغان طالبانو جارحيت بهر پور جواب ورکوي، سيکيورټي فورسز د ترهه ګرو او افغان طالبانو پوسټونه او معاون انفراسټرکچر په نښه کوي ۔

