امريکې ميډيا دعویٰ کړې چې ايران مذاکراتو لپاره د امريکې د ناکه بندۍ ختمولو مطالبې نه په شا شوې، او راتلونکي هفته کښې مذاکرات کولو باندې رضا شويدې،د وال سټريټ جرنل رپورټ ترمخه ايران د امريکې حملې اودرولو ضمانت او محاصره ختمولو بدله کښې آبنائے هرمُز کولاؤلو لپاره د خبرو پيشکش کړېدې، رپورټ مطابق ايران د امريکې پابندوبدله کښې ايټمي وسلې په معامله وروستو د خبرو کولو تجويز هم ورکړې ۔
د امريکې ورځ پهانړے دعوا کړېده چې ايران د امريکې سره مذاکرات بيا شروع کولو لپاره خپل شرائط نرم کړېدي، ايران د جنګ بندې مذاکرات په حواله وئيلي دي که امريکه د هغوي تجويز باندې خبرې اترې کول غواړي نو مونږ راتلونکې هفته پاکستان کښې مذاکرات لپاره تيار يو ۔
امريکې ميډيا مطابق ايران د جنګ بندې په اړه خپل تجويز نه امريکه خبر کړېده، چې پکښې د آبنائے هرمز کهلولو او د ايران جوهري پروګرام محدود کولو اهم مسائل باندې خبرې اترې کړيدي ۔
پوهان وائي چې ايران لخوا دغه پيغام د دې خبرې اشاره ورکوي چې مذاکرات به جاري وي، د ايران نوي تجويز کښې آبنائے هرمز کهلولو په شرائط خبرو کولو وړانديز کړې شوېدې، ولي شرائط کښې امريکې سره په ايران حملو او ايراني بندرګاؤ ناکه بندي خاتمولو ضمانت غوښتنه کړې شوېده ۔

