Close Menu
    تازه ترین خبرونه

    د خېبرپښتونخواوزيراعلیٰ سهيل آفريدي د ډرون حملو مخنيوي لپاره د عملي اقدامات پورته کولو اعلان کړې

    مې 2, 2026

    ايران مذاکراتو لپاره د امريکې د ناکه بندۍ ختمولو مطالبې نه په شا شوې،امريکائي ميډيا رپورټ

    مې 2, 2026

    وزيراعظم شهبازشريف د بجلۍ ترسيل نظام ښۀ کولو او لائن لاسز کښې د کمي کولو هدايت کړيدې

    مې 2, 2026

    په پاک افغان صورت حال برطانوي موقف د حقائق عکاسي نۀ کوي، وياند خارجه دفتر

    مې 2, 2026

    باجوړ کښې ترهه ګرو په کرکټ ګراؤنډ کواډ کاپټر حمله کړې، درې کسان سخت ژوبل

    مې 2, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    شنبه, مې 2, 2026
    • قامى خبرونه
    • مهم خبرونه
    • نړۍ
    • کاروبارى خبرونه
    • روغتیا
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Beyond All Frontiers
    اردو خبریں ENGLISH NEWS
    • سرپاڼه
    • قامى خبرونه

      وزيراعظم شهبازشريف د بجلۍ ترسيل نظام ښۀ کولو او لائن لاسز کښې د کمي کولو هدايت کړيدې

      مې 2, 2026

      په پاک افغان صورت حال برطانوي موقف د حقائق عکاسي نۀ کوي، وياند خارجه دفتر

      مې 2, 2026

      وفاقي حکومت د پټرول اور ډيزل نرخ کښې لويه اضافه کړې ،خاورو تيلو قيمت کښې کمې، نوټي فکيشن جاري

      اپریل 24, 2026

      اسلام آباد مذاکراتو کښې شرکت لپاره ايراني وفد اسلام آباد ته رارسيدلې،د امريکې وفد نن راروانيږي

      اپریل 24, 2026

      اسلام آباد مذاکرات، د ايران وفد نن راتلو او امريکې وفد راروانيدو امکان

      اپریل 24, 2026
    • خېبرپښتونخوا
    • پنجاب
    • بلوچستان
    • سندھ
    • افغانستان

      د پاکستان فيلډ مارشل دې مونږ د افغان طالبانو نه خلاص کړي،د افغان وګړي د طالبانو هيډکوارټر مخې ته د مينې پيغام

      اپریل 20, 2026

      پاکستان او افغانستان ترمينځ تاؤ تريخوالي کمولو لپاره د چين ارومچي ښار کښې مذاکرات جاري

      اپریل 4, 2026

      اُرومچي ښار کښې مذاکرات، د پاکستان او افغانستان امن قيام لپاره په مشترکه کوششونو اتفاق

      اپریل 1, 2026

      افغانستان لخوا ډزې، طورخم پوله يو ځل بېا د‌ افغان کډوالو لپاره تړلې شوې

      مارچ 27, 2026

      د پاک افواج افغانستان کښې آپريشن غضب للحق کاميابۍ سره جاري، کابل کښې ايمونيشن او ټيکنيکل انفراسټرکر تباه

      مارچ 16, 2026
    • انټرټېنمنټ خبرونه

      نامتو ټک ټاکره ثنا جاويد عرف آؤټ لوفره اسلام آباد کښې وژلې شوې

      مارچ 22, 2026

      اسلام آباد کښې د اجمل خټک مرحوم د شپاړسم تلین په مناسبت تعزیتی او ادبي غونډه

      فبروري 10, 2026

      زۀ خپل خاوند هيچا ته نشم ورکولې، ثنا جاويد باندې په سوشل ميډيا سختې نيوکې

      جنوري 1, 2026

      قائداعظم پوهنتون اسلام آباد کښې ”ګلونه او رنګونه“ په نوم د پښتو خوندوره مشاعره

      نوومبر 6, 2025

      د قامي ټيم نامتو سپنر باؤلر ابرار احمد هم وادۀ اوکړو

      اکتوبر 5, 2025
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Home » قائداعظم پوهنتون اسلام آباد کښې ”ګلونه او رنګونه“ په نوم د پښتو خوندوره مشاعره
    انټرټېنمنټ خبرونه

    قائداعظم پوهنتون اسلام آباد کښې ”ګلونه او رنګونه“ په نوم د پښتو خوندوره مشاعره

    نوومبر 6, 2025Updated:نوومبر 6, 2025څرگندونې نشته4 Mins Read
    Facebook Twitter Email WhatsApp
    A delightful Pashto poetry recital titled "Golona aw Rangona" was held at Quaid-e-Azam University, Islamabad.
    پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفزي او نومياله شاعر فضل سبحان عابد مشران مېلمانه وو ـ
    Share
    Facebook Twitter Email WhatsApp

    قائداعظم يونيورسټۍ اسلام آباد کښې د پښتون سټوډنس کونسل لخوا “ګلونه او رنګونه” عنوان لاندې د پښتو ژبې درنه او خوندوره مشاعره شويده ۔

    اسلام آباد: (سردار يوسفزي) قائد اعظم يونيورسټۍ اسلام آباد کښې تيره ورځ ترسره شوې مشاعرې صدارت د پښتنو قامي شاعر رحمت شاه سائل کړې وو ۔

    په دې موقع نومياله شاعر او اسلاميه کالج پوهنتون پېښور کښې د پښتو څانګې پخوانې چيئرمېن پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفزي او نومياله شاعر فضل سبحان عابد مشران مېلمانه وو ـ

    د پشتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد باني او پخوانے چيئرمېن م ر شفق، او پروفېسر ډاکټر حنيف خليل اعزازي مېلمانه وو،د نظامت چارې سردار يوسفزي ترسره کړې وې ـ

    په دې موقع شاعرانو ته د کتابونو او ګلونو ډالۍ ورکړې شوې، صدر محفل، مشرانو او اعزازي مېلمنو خپلو خبرو کښې د پښتو ادب په اهميت او معاشره کښې د شاعر په کردار خبرې اوکړې ـ

    قائداعظم يونيورسټۍ اسلام آباد کښې د پښتون سټوډنټس کونسل ځوانان وخت په وخت ادبي کلتوري دستورې تابيا کوي چې داشان ځوان کول د جديد دور چپو کښې خپل ادب کلتور او رواياتو سره تړلې پاتې شي ـ

    دې دستورو کښې د پنډۍ اسلام آباد شاعرانو اديبانو او په خصوصي توګه د پشتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد يو مهم کردار دې ـ

    د نن نه څلوېښت کاله وړاندې جوړ شوې د دې تنظيم برکت وو چې دلته د وخت تېريدو سره سره مختلف قسم ادبي کلتوري ټولنې جوړې شوې او د خپلو خپلو چوکاټونو دننه ئې د پښتو ادب او ثقافت وده کښې خپل کردار ادا کړو او ادا کوي ،دغه وجه ده چې نن د مارګلې لمن د دې هلو ځلو په برکت پښتونخوا سره يو شان په نظر راځي ـ

    د اسلام آباد اعلى تعليمي ادارو طالب علمان هم لګيا دي د دغه تنظيمونو په مرسته د ادب او کلتور وده کښې خپل کردار ادا کوي ـ

    د پروګرام مشر منتظم احمد خان خپلواک د مېلمنو شکريه ادا کړه او د پښتون کونسل په غېر نصابي او ادبي کلتوري سرګرمو ئې رڼا واچوله، احمد خان خپلواک اېم فل سکالر او مورنۍ ژبې ليونې مئين دې ،دلته دې دستورو تابيا کولو کښې ئې بنيادي کردار دې ، دې سره سره هغه په قام او وطن مئين شاعر هم دې ـ

    د پښتون کونسل چېٸرمېن انعام ترين په پښتو او قاموالۍ مئين سنجيده ځوان دے ـ هغۀ د راغلي مېلمنو هرکلې اوکړو او د راغلي شاعرانو ئې شکريه ادا کړه، او وې وئيل چې د دې نامتو شخصياتو راتګ سره د پښتون کونسل ځوانان د ادب کلتور خدمت ته نور تازه او چمتو کيږي ـ

    دوي اووئيل چې دلته تعليمي ادارو کښې پښتانه طالب علمان تعليم سره سره ادبي کلتوري هلې ځلې په ډېر تسلسل کوي نو د دوي ډاډګيرنه په مونږ لازم ده او مونږ تاسو سره په دې قامي خدمت کښې کلک ولاړ يو ـ

    صدر محفل رحمت شاه سائل او مشر مېلمه پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفزي اووئيل چې د دې مشاعرې انفراديت دا وو چې ټولو شاعرانو په خپله خوښه ښه زيات کلامونه وړاندې کړل، نۀ ورپسې سټېج سېکرټري آواز کړې او نۀ اورېدونکي يو لحظې دپاره مړاوې شوي ـ

    دوي اووئيل چې دا ډېره کاميابه مشاعره وه چې راغلي خلک تر آخره ناست او چټک پاتې شو ، دوي اووئيل چې دا لړۍ دغه رنګ جاري وساتلې شي ۔

    مشاعره کښې رحمت شاه سائل، پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفزي، فضل سبحان عابد، م ر شفق، پروفېسر ډاکټر حنيف خليل،پروفېسر ډاکټر شجاع الملک،پروفېسر ظاهر شاه ظاهر ،حيات سواتي، احمد خان خپلواک،افنان مروت او نديم ټکر خپل خپل کلامونه وړاندے کړل ۔

    په دې موقع پښتنو زلمو او پېغلو ګڼ شمېر کښې “ګلونه او رنګونه” نومې ادبي دستوره کښې ګډون اوکړو او پښتون کونسل د ځوانانو ادبي هلو ځلو ستائنه ئې هم اوکړه ۔

    شریکول Facebook Twitter Email WhatsApp
    مخکینۍ مقالهکرک کښې مشترکه کاروائي، د کالعدم تنظيم مطلوب کمانډر وژلې شوي، انښته کښې څلور اهلکار ژوبل
    بله مقاله فيلډ مارشل عاصم منير سره د برطانيه چيف آف جنرل سټاف ملاقات
    Arshad khan

    مربوطه لیکنې

    نامتو ټک ټاکره ثنا جاويد عرف آؤټ لوفره اسلام آباد کښې وژلې شوې

    مارچ 22, 2026

    اسلام آباد کښې د اجمل خټک مرحوم د شپاړسم تلین په مناسبت تعزیتی او ادبي غونډه

    فبروري 10, 2026

    زۀ خپل خاوند هيچا ته نشم ورکولې، ثنا جاويد باندې په سوشل ميډيا سختې نيوکې

    جنوري 1, 2026
    ځواب دلته پرېږدئ Cancel Reply

    مونږ پسی راځه
    • Facebook
    • YouTube
    • TikTok
    • Twitter
    • Instagram
    • WhatsApp
    Live Streaming
    تازه ترین خبرونه

    د خېبرپښتونخواوزيراعلیٰ سهيل آفريدي د ډرون حملو مخنيوي لپاره د عملي اقدامات پورته کولو اعلان کړې

    مې 2, 2026

    ايران مذاکراتو لپاره د امريکې د ناکه بندۍ ختمولو مطالبې نه په شا شوې،امريکائي ميډيا رپورټ

    مې 2, 2026

    وزيراعظم شهبازشريف د بجلۍ ترسيل نظام ښۀ کولو او لائن لاسز کښې د کمي کولو هدايت کړيدې

    مې 2, 2026

    په پاک افغان صورت حال برطانوي موقف د حقائق عکاسي نۀ کوي، وياند خارجه دفتر

    مې 2, 2026
    سرلیکونه
    خېبرپښتونخوا مې 2, 2026

    د خېبرپښتونخواوزيراعلیٰ سهيل آفريدي د ډرون حملو مخنيوي لپاره د عملي اقدامات پورته کولو اعلان کړې

    د خېبرپښتونخوا وزيراعلیٰ سهيل آفريدي د ډرون حملو مخنيوي لپاره د عملي اقدامات پورته کولو…

    ايران مذاکراتو لپاره د امريکې د ناکه بندۍ ختمولو مطالبې نه په شا شوې،امريکائي ميډيا رپورټ

    مې 2, 2026

    وزيراعظم شهبازشريف د بجلۍ ترسيل نظام ښۀ کولو او لائن لاسز کښې د کمي کولو هدايت کړيدې

    مې 2, 2026
    ډیر لیدل شوی

    وزيراعظم د بجلۍ سهولت ييکج اعلان کړې،کورني صارفنيو لپاره به بجلي په شپږ ويشت روپې في يونټ وي

    نوومبر 8, 2024124 Views

    پېښور کښې د منکي پاکس نور پنځه شکمن کيسونه رپورټ شوي

    اگست 31, 2024122 Views

    د پښتنون کلتور ورځ،ګورنر پښتونخوا فيصل کريم کنډي دپښتنو صحافيانو تنظيم پي جے اے کابينې غړو نه حلف اخستې

    سپتمبر 23, 2024108 Views
    د مدیر انتخاب

    وزيراعظم شهبازشريف د بجلۍ ترسيل نظام ښۀ کولو او لائن لاسز کښې د کمي کولو هدايت کړيدې

    مې 2, 2026

    په پاک افغان صورت حال برطانوي موقف د حقائق عکاسي نۀ کوي، وياند خارجه دفتر

    مې 2, 2026

    وفاقي حکومت د پټرول اور ډيزل نرخ کښې لويه اضافه کړې ،خاورو تيلو قيمت کښې کمې، نوټي فکيشن جاري

    اپریل 24, 2026
    خېبر نيوز
    خېبر نيوز

    خېبر نيوز د پښتو ژبې هغه وړومبے چېنل دے کوم چې تاڅو ته څليريشت ګېنټې تازه ترين خبرونه او جاري امورو باندې څېړنې درکوي. دا چېنل کال دوه زره اووۀ کښې په شپاړسمه جولائي شروع کړے شوے او ډېره لږه موده کښې تېزۍ سره د خپرونې د شهرت څوکې ته رسېدلے دے.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    خېبر نيوز © 2026 . ټول حقونه ساتل دي
    • سر پاڼه
    • خېبرپښتونخوا
    • انټرټېنمنټ خبرونه
    • بلوچستان

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.