د خېبرپښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې زما اختيار باني پي ټي آئی سره چې هغه حکم اوکړې نو په هغې به عمل کولې شي ۔
وزيراعلی اووئيل چې زمونږ منزل ډې چوک دې او دې له به احتجاج لپاره په هر حالت کښې رسيږو،مونږ د آئين د تحفظ لپاره روان شوي يو، او دا قافله به خپل منزل ته ضرور رسي ۔
علي امين ګنډاپور اووئيل چې احتجاج ملتوي کولو لپاره ما سره هيچا رابطه نۀ ده کړې، ما سره د رابطې بالکل ضرورت نيشته ، دې لړ کښې دې د اډياله جيل قيدي سره رابطه اوکړې شي ۔
هغه اووئيل چې باني ي ټي آئی زمونږ ريډ لائن دې ،د هغه په حکم به عمل کوؤ، زمونږ احتجاج به مکمل پرامن وي، که چا تشدد اوکړو نو پخپله به ذمه وار ئي ۔
وزيراعلی علي امين ګنډاپور مخکښې اووئيل چې په هر حالت کښې ډي چوک ته رسو،که قافله کښې يواځې هم پاتې شوم نو ډي چوک ته به لازمي ځان رسوم ۔