يو وخت راځي چې سياسي اختلاف ختم شي او بيا اخلاقي زوال شروع شي، پاکستان دا حد ډير مخکښې کراس کړېدې، نن چې څه کيږي، دا په پاليسۍ بحث نۀ دې بلکه يو واضحه تقسيم دې، يو طرف ته رياست سره خلق ولاړ دي، او دوئم اړخ ته هاغه عناصر دي چې د خپل عمل يا په خاموشۍ ترهه ګرو سره ولاړ دي، اوس دا ثبوت څه پټ پناه نۀ دې، دا يو دستاويز دې کوم چې شميرلې شوې او پخپله رياست بيان کړيدي ۔
د پاکستان ماشومان د سکول بسونو کښې الوزولي شوي، دوي په بازارونو، جوماتونو او کوڅو کښې په نښه کړې شوي، خضدار کښې د سکول بے ګنا ماشومان بے رحمۍ سره قتل شوي، وانا کښې يو ځل بيا ترهه ګرو ماشومان په نښه کړي، او د پاکستان افواج ځوانان د ترهه ګرو مخې ته کلک اودريدلي دي، درې ځوانانو قرباني ورکړې ، شهيد شوي، ځکه چې ماشومان ژوند اوکړي ۔
دې ټولې خونړۍ پيښو ترمينځ يو سياسي جماعت د ترهه ګرۍ مقابلې په ځائې د دوي په حق کښې خبرې کوي، او د خپل ملک خلاف ولاړ دې، او هاغه سياسي جماعت دې تحريک انصاف ۔
د ډي جي آئي ايس پي آر خبري غونډې مطابق د اتيا فيصده نه زيات د ترهه ګرۍ پيښې تير کال خېبر پښتونخوا کښې رامخې ته شوي، دا صرف يو اتفاق نۀ دې، دا صوبه کښې د پي ټي آئي لخوا قصداََ پيدا کړې شوې سياسي خنډانو ، آپريشنل مزاحمت او نظرياتي کنفويژن براه راست نتيجه ده ۔
چې کله د اے اين پيمشران قتل شول، د مسلم ليګ ن او پيپلز پارټۍ کارکنان په نښۀ شول، داسې حال کښې د حيرانتيا خبره ده چې يو سياسي جماعت محفوظ پاتې شوې، ترهه ګرو ټول په نښۀ کړي، صرف پي ټي آۍي نۀ ده په نښه کړې شوې، دامظلوميت نۀ دې، بلکه استثنا ده، او ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې استثنا په حادثاتي توګه نۀ وي ۔
د پي ټي آئي مشران کولاؤ دا خبرې کوي چې هغوي به صوبه کښې د آپريشن اجازت نۀ ورکوي، هغوي د انټيلي جنس بيسډ کاروائيانو مخالفت کوي ،چې کله هم د ترهه ګرو په نښۀ کيږي نو بيا چغې سورې وهي، آئين پاکستان بالکل واضحه دې، کومې سياسي هلې ځلې، د اظهار رائے او کوم صوبائي اختيار د رياست د خودمختارۍ او سلامتيا نه بالاتر نۀ وي، جنګ دوران د ترهه ګرۍ خاتمې کاروائيانې اودرول اختلاف نۀ دې بلکه تخريب کاري ده ۔
ډي جي آۍي ايس پي آر هاغه سوال پورته کړې د کوم جواب چې اوسه پورې پي ټي آئي نۀ دې ورکړې، د ترهه ګرو او طالبانو لپاره دا محبت آخر ولي؟ هغه کومه وفاداري ده چې پي ټي آئي قيادت دغه ترهه ګرو ډلو سره تړي؟ چې د پاکستان د ماشومانو قتل کوي؟ د چا په وينا خيبر پښتونخوا دې جنګ کښې ديکه کوي چرته چې د دوي بچي پخپله هم سوزي ؟
ترهه ګر بے لارې جنګيالي نۀ دي، نۀ باغي دي او نۀ نظرياتي کارکن، دوي بے دين مجرمان دي، څوک چې جنګي معيشت چلوي، دوي ته زمکه پکار ده، پيسې پکار دي، او اړې ګړې پکار دې، بي ايل اے فتنته الخوارج په ظاهره مختلفې دعوې کوي، ولې يو بل سره په شريکه کار کوي، يو د نسل نوم اخلي، او بل د مذهب، د دوي اصل مشترکه سرپرست افغان طالبان دي ۔
د دوي د پروپيګنډې ويډيوز ګارونو کښې نۀ جوړېږي، دا پيشه ورانه انداز کښې تياريږي، مصنوعي ذهانت استعماليږي، جذباني هيرا پهيري منصوبه بندۍ سره کولې شي، دا منظم ترهه ګر دي، څوک چې حکمت عملۍ، پيسې او غير ملکي مفادات سره تړؒي شويدي، او چې هر کله هم پي ټي آپريشنز باندې سوال پورته کوي، کاروائيانې د حنډ ښکار کوي يا کنفويژن خوروي نو اصل کښې دوي دغه مشينري مضبوطوي ۔
د پي ټي آئي د بيانېې ترټولو شرمناک د دوي انتخابي انسانيت دې، ترهه ګرو لپاره اوچت آواز، چې کوم ماشومان مړۀ کيږي په هغوي خاموشي، قاتلانو لپاره همدردي، دغه ترهه ګر اودرولو والا فوجيانو باندې غصه، چې کله د سکول ماشومان قتليږي، نو پي ټي آئي د دغه ترهه ګرو نه جواب نۀ غواړي، او بيا چې کله فوجي د خپل وګړو د حفاظت دوران شهيد کيږي نو بيا دوي سترګې اړوي، او بيا چې کله ترهه ګر خپل انجام ته رسولې کيږي نو بيا ناڅاپه د دوي اخلاقيات رابيداريږي ۔
رياست پاکستان د تير وختونو د غلطيانو څخه زده کړه کړېده، دوه زره يويشتم کښې ئې لوئې قيمت ادا کړې، د يو ترهه ګر په بدله کښې به درې فوجيان شهيد کيدل، دوه زره پنځه ويشتم کښې دغه تناسب اوس بدل شويدې، د ترهه ګرۍ پيښو کښې کمې راغلې، کاروئايانې هدفي دي، ټوله دنيا اوس ښۀ کولاؤ افغانستان د ترهه ګرو مرکز ګڼي، د پاکستان خبردارې درست ثابت شوې، او موقف ئې هم درست ثابت شوې، ولې پي ټي آئي اوس هم په انکار کنګل ده ۔
دې کښې اوس هيڅ شک نيشته چې دا جنګ اختياري نۀ دې ،دا جنګ په پاکستان مسلط کړې شوې ، يوه صوبه هم د دې جنګ نه د جدا کيدو حق نۀ لري، يو جماعت هم د رياست په دفاع نشي شاته کيدې، يو سياسي مشر هم د دغه قاتلانو بچ کولو لپاره اخلاق جواز نۀ لري، څوک چې ماشومان وژني ۔
څوک چې ترهه ګر بچ کوي، هغوي سياستدان نۀ دي بلکه سهولت کار دي، چې د ماشومانو د قتل دوران د آپريشنز مخالفت کوي، هغوي د امن خير خواه نۀ دي، هغوي د نتائج حساب سره دې جرمونو کښې برابر شريک دي، تاريخ نيت نۀ ګوري بلکه نتائج ګوري ۔
پاکستان خپل ماشومان خاورو ته سپاري، د ملک فوجيان د ترهه ګرو مخې ته ديوال جوړ شوي، او د قامي ازميښت په وخت پي ټي آئي خپله جدا لار خوښه کړې، او هاغه لار ده د پاکستان مقابله کښې د ترهه ګرو ملګرتيا ، ولې دوي ته ياد ساتل پکار دي، چې ټول قام بله لار خوښه کړې، ټول پاکستاني قام د ترهه ګرو خلاف يو دې او هميشه به يو وي ۔

