ذرائعو وئيلي چې اسلام آباد کښې د احتجاج لپاره خېبرپښتونخوا نه د پي ټي آئي د قافلو مشرۍ باندې د وزیراعلیٰ ګنډاپور او بشریٰ بي بي ترمينځ سخت اختلافات مخې ته راغلي او يو بل سره ئې د سختو جملو تببادله هم شويده ۔
ذرائعو مطابق علي امين ګنډا پور وئيلي چې د صوبې د قافلو مشري به زۀ کوم، او ورته ئې وئيلي چې هغه غير سياسي ده ۔
ذرائعو ترمخه په دې موقع بشریٰ بي بي وئيلي چې د قافلو مشري به زۀ پخپله کوم، ګنډاپور دې نه وړاندې هم څو څو ځله ناکامه شويدې ۔
وزیراعلیٰ ګنډاپور وئيلي چې زۀ د باني پي ټي آئي په حکم عمل کوم، ولې بشریٰ بي بي هم دعویٰ کړې چې هغه هم د باني چيرئمين د حکم مطابق کار کوي ۔
ذرائعو ترمخه د دواړو مشرانو ترمينځ سخته خفګان رامخې ته شوې ،او دې دوران بشریٰ بي بي هم قافلې سره د تلو فيصله کړې ۔
ذرائعو دا هم وئيلي چې بشریٰ بي بي تيره ورځ د طبيعت خرابيدو لوجې احتجاج کښې د نۀ شامليدو فيصؒه کړې وه، ولې علي امين ګنډاپور سره اختلافاتو لوجې هغه اوس قافلې سره روانه شويده ۔