وزيراعظم شهبازشريف د پوليو مخنيوي درې ورځني مهم آغاز کړې ،او وئيلي دي چې دا مهم به شپاړسم نه تر نورلسم دسمبر پورې جاري وي ۔
اسلام آباد کښې د پوليو مهم حوالې سره د مشر ميمله په حيث دستورې ته وينا کښې وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې ملک کښې روان کال دوران د پوليو شپيتۀ کيسونه مخې ته راتلل د تشويش خبره ده ۔
وزيراعظم اووئيل چې پوليو مهم به سبا نه درې ورځو پورې ټول ملک کښې شروع کيږي، او صوبو سره به په شريکه پوليو رنځ د ملک نه ختمولې شي ۔
هغه مخکښې د پوليو رنځ خلاف جنګ کښې د بل ګيټس فاونډيشن، ډبليو ايچ او او سعودي عرب شکريه هم ادا کړې او والدينو ته ئې اپيل کړې چې دوي دې خپلو ماشومانو ته د پولي څاڅکي ضرور ورکړي، ماشومان د ملک مستقبل دي ۔
وزيراعظم زياته کړې چې د دې رنځ مخنيوي لپاره کردار اداکونکي پوليو ورکرز کردار د ستائنې وړ دې ،دا ځل به ټول ملک نه د پوليو خاتمه کولې شي ۔