پنډۍ: اډياله جيل کښې باني پي ټي آئي سره ملاقات نه پس ميډيا سره خبرو دوران د تحريک انصاف چيئرمين بيرسټر ګوهر خان وئيلي دي چې څوک هم ډي چوک کښې د پارټۍ د کارکنانو د يو شمير مړو خبرې کوي، هغوه سره زمونږ هيڅ تعلق نيشته ۔
بيرسټر ګوهر علي خان تصديق کړې چې اسلام آباد احتجاج کښې صرف دولس کسان مړۀ شوي دي ، مونږ يو ذمه دار سياسي جماعت يو، مونږ آفيشلي صرف د دولس کارکنانو د مړو خبره کوؤ ۔
پي ټي آئي چيئرمين اووئيل چې پي ټي آئي باندې به هيڅ پابندي نۀ لګي او د راتلونکي تګ لارې اعلان به باني چيئرمين پخپله کوي ۔
هغه مخکښې اووئيل چې باني پي ټي آئي ته د شپږويشتم نومبر احتجاج نه پس پيښې په اړه هيڅ علم نه وو ، باني چيئرمين غوښتنه کړې چې په دې واقعه دې د قامي اسمبلۍ او سينيټ اجلاس طلب کړےشي ۔
بيرسټر ګوهر زياته کړې چې اډياله جيل کښې د باني پي ټي آئي صحت ټهيک ټهاک دې، او جيل نه د هغۀ د غائبيدو په اړه خبرونه بے بنياده دي ۔