سپريم کورټ کښې د چيف جسټس قاضي فائز عیسیٰ په اعزاز کښې فُل کورټ ريفرنس انعقاد شوې، چې پکښې نامزد چيف جسټس يحيیٰ آفريدي پشمول نورو ججانو ګنړ شمير ګډون کړې دې ۔
تقريب کښې اټارني جنرل منصور اعوان، پاکستان بار کونسل او سپريم بار ايسوسي ايشن نمائندګانو ګډون کړيدې ۔
فل کورټ ريفرنس کښې سينئر ترين جسټس منصور علي شاه، جسټس منيب اختر، جسټس عائشه ملک، جسټس اطهرمن الله او جسټس ملک شهزاد ګډون نۀ دې کړې ۔
خپل خطاب کښې چيف جسټس قاضي فائز عیسیٰ وئيلي دي چې بطور چيف جسټس انتخاب وروستو زما اولنې کار د رجسټرار انتخاب وؤ، ولې دا فيصله وروستو صحيح ثابت شوې ده ۔
چيف جسټس د باقي ججانو او رجسټرار شکريه ادا کړې او وئيلي دي چې مونږ صرف په قانون او کاغذاتو انخصار کوؤ، د رښتياؤ علم صرف الله تعالې ته دې ۔
هغه اووئيل چې کله به مې خپلې کورودانې وئيل چې خلق زما تعريفونه کوي، نو هغې به نۀ منل ولې نن چې ئې پخپله د خلقو د خلې نه زما تعريفونه واوريدل نو يقين ئې راغې ۔
چيف جسټس مخکښې اووئيل چې کله کله مونږ د ماشومانو نه هم زده کړه کوؤ، يو وارې زما نمسۍ صفيه اوئيل چې د هغې دوستان خفه دي چې چيف جسټس ولې د مارګلې يو ريسټورنټ نړولو حکم ورکړې وؤ، ولې زما د جواب نه وړاندې هغې اوفرمائيل چې ملګرو ته مې وئيلي چې الله مرغې او ځناور هم پيدا کړي، د هغوي خيال ساتل هم لازمي دي ۔
نامزد چيف جسټس يحيې آفريدي وئيلي دي چې د چيف جسټس په ريټائرډ کيدو خفه يمه ولې خوشحاله په دې يمه په ښۀ صحت سره ريټائرډ کيږي ۔