افغان طالبانو ته نه فنډنګ کوو او نه ورسره څه مرسته کوو ، امريکي خارجه محکمي ترجمان سپيناوي ، وائي چي د ترهه ګرۍ د لاسه پاکستاني اولس ته ډير زيان رسيدلے او په دي لړ کښي پاکستان سره باقاعدګي سره کار کوو
پريس بريفنګ په وخت ميتهيو ملر وئيلي چي د علاقائي سلامتيا ته راپيښو خطرو مقابلي لپاره پاکستان سره مشترکه مفاد لرو ، د ترهه ګرۍ لوجي د پاکستان اولس ډير زيان سره مخ شوے ، په دي لړ کښي پاکستان سره په مستقل توګه کار کوي ۔
امريکي خارجه محکمي ترجمان په ډاګه کړي چي افغان طالبانو ته نه فنډنګ کوو او نه ورسره څه مرسته کوو ، هغه زياته کړه چي متحده قامونو افغانستان کښي د زنانوو سره زور زياتي په اړه رپورټ جاري کړے ۔