د افغان حکومت وياند ذبيح الله مجاهد يوې خبري ادارې سره مرکه کښې وئيلي چې د پاکستان او کالعدم تنظيم ټي ټي پي ترمينځ دوباره د ثالثې کردار ادا کولو ته تيار يو۔
ذبيح الله مجاهد اووئيل که چرې پاکستاني حکومت اوغواړې نو مونږ دوباره د ثالثۍ کردار ادا کولې شو ۔
افغان حکومتي ترجمان ذبيح الله مجاهد وئيلي چې پاکستان او افغانستان ترمينځ مذهب او ثقافت پشمول ګڼ شمير څيزونه مشترکه دي ۔
هغه اووئيل چې پاکستان سره ښه تعلقات قائمول غواړو خو د بدامنۍ ذمه وار افغانستان ګرځولو سره دواړو ملکونو ترمينځ بداعتمادي پيدا کيږي ۔
ذبيح الله مجاهد وائي چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف نۀ استعماليږي، که په دې حواله پاکستان سره څه معلومات وي نو مونږ سره دې شريک کړي ۔
ذبيح الله مجاهد اوويل چې د ټي ټي پي موضوع اوسنې نۀ ده بلکه شل کاله پخوانه ټي ټي پې موجوده وه ۔
ذبيح الله مجاهد زياته کړې چې په افغانستان الزامونه لګول د دواړو ملکونوپه نقصان ده ۔
په پاک افغان پوله د دوه اړخيزه مسئلو په حقله ذبيح الله مجاهد اووئيل چي مونږ هميش کوشش کړې چې ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل کيږي ۔