اسلام آباد کښې د علما کرام کانفرنس ته وينا کښې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې دا وخت ملک ته د قامي يو والي سخت ضرورت دې ۔
وزيراعظم اووئيل چې مونږ ملک به د قرضو دلدل نه ويستل غواړو او دې لړ د ملک علما کرام او مشائخ بهترين کردار ادا کولې شي ۔
وزيراعظم اووئيل چې څومره تعاؤن نن د حکومت او د ملک آئيني ادارو ترمينځ موجود دې ، د دې ملکي تاريخ کښې مثال نۀ ميلاويږي ۔
وزيراعظم اووئيل چې ما خپل څلويښت کلن کيريئر کښې اول داسې نه دي ليدلې ،د ملک بهترين مفاد کښې د آرمي چيف او حکومت يو والې د ملک او قام لپاره يو رول ماډل دې ۔
شهبازشريف مخکښې اووئيل چې علما کرام ته پکار دي چې ملک کښې دې تقسيم در تقسيم په معامله خپل مضبوط آواز پورته کړي، دوي دې د ملک ترقۍ او خوشحالۍ لپاره راوړاندې شي ۔
وزيراعظم اووئيل چې څومره قرضې په ملک راوړيدلي دي،دې نه ځان اوباسل به آسان نه وي،شپه ورځ کوشش کوؤ چې ملک د قرضو نه خلاص کړو ۔
وزيراعظم زياته کړې چې ټول خلق د بجلۍ بلونو سخت مشکلاتو سره مخ کړېدي، دې حوالې سره د حکومت، نوازشريف ،آرمي چيف او اتحادي جامعتونو سره مشورې روانې دي، ډېر زر به د بجلۍ نرخ کښې کمې کولې شي ۔
هغه اووئيل چې د اولس مسئلې زر تر زره ختمول آسان کار نه دې ،ولې د ادارو ،اتحادي جماعتونو او حکومت پورا کوششونه جاري دي، چې زياتې نه زياتې مسئلې کم نه کم وکټ کښې ختم کړې شي ۔