خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کښې د سينيټ يوولس اراکينو انتخاب لپاره د ووټونو عمل مکمل کيدو نه پس د کامياب سينيټرز اعلاميه جاري شويده، د صوبئي حکومت شپږ او د اپوزيشن جماعتونو پنځه اميدواران سينيټرز منتخب شوي دي ۔
پيښور: خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کښې د سينيټ يوولس نشستونو لپاره د ووټونو اچولو لپاره د صوبائي اسمبلۍ جرګه هال اليکشن روم مقرر شوې وو، پولنګ امن و امان سره مکمل کيدو لپاره د امنيت کلک ګامونه پورته کړې شوي وو ۔
خيبرپښتونخوا کښې سينيټ اليکشن دوران هارس ټريډنګ نه بچ کيدو لپاره د حکومت او اپوزيشن ترمينځ شپږ او پنځه نشستونو فارمولې باندې اتفاق شوې وو، فارمولې مطابق صوبائي حکومت ته به شپږ او اپوزيشن ته به پنځه نشستونه ميلاويږي ۔، او هم دغې فارمولې مطابق د سينيټرز انتخاب شويدې ۔
د پي ټي آئي جنرل نشستونو لپاره مراد سعيد، فيصل جاويد، مرزا آفريدي، نورالحق قادري سينيټرز منتخب شويدي، روبينه ناز او اعظم سواتي هم د تحريک انصاف سينيټرز منتخب شوي ۔
د اپوزيشن جنرل نشستونو باندې د مسلم ليګ ن نياز احمد، د پيپلز پارټۍ روبينه خالد او طلحه محمود سينيټرز منتخب شوي ۔
دغه شان د جميعت علما اسلام عطا الحق درويش او دلاور خان هم سينيټرز منتخب شوي دي ۔