د امريکي خارجه وزارت سياسي چارو نائب سيکرټرې جان باس او ډپټي اسسټنټ الزبت هوسټ وزير خارجه اسحاق ډار سره ملاقات کړيدې ۔
د خارجه وزارت لخوا جارې شوې بيانيې مطابق ملاقات کښې د پاکستان او امريکي دوه اړه خيزه چارو او دوانړو ملکونو ترمينځ روانو منصوبه کښې تعاون سيوا کولو باندې خبرې اترې شويدي ۔
بلخوا د امريکي سفارت خانې لخوا جارې بيان کښې وئيلې شوي چې امريکائي وفد د آرمي چيف جنرل عاصم منير سره هم ملاقات کړے او ورسره ئې دوه اړه خيزه چارو او ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ او د منطقې په موجوده صورتحال خبرې اترې کړيدي ۔