خيبرپښتونخوا او بلوچستان کښې مختلف پاک افغان پولو باندې افغانستان طرف نه بلا اشتعال ډزې شوي، سيکيورټي ذرائعو وئيلي چې پاک فوج افغان طالبانو ته زبردست جواب ورکړې، طالبانو يو شمير مړي او پوسټونه پريښودي او تيښتيدلي دي ۔
سيکيورټي ذرائعو مطابق بيګا د شپې ناوخته افغانستان طرف نه خېبرپښتونخوا کښې پاک افغان پولو انګور اډا، باجوړ، کرم، دير او چترال کښې ناترڅه ډزې شويدي ۔
سيکيورټي ذرائعو ترمخه افغانستان لخوا بلوچستان کښې پاک افغان پوله بارام چاه باندې هم بلا اشتعال ډزې شوي ۔
سيکيورټي ذرائعو مطابق د افغان طالبانو د شديد ډزو مقصد ترهه ګر په پټه پاکستان کښې داخلول وو، کوم چې پاک فوج ناکامه کړې چې ورسره طالبان په تيښته مجبوره شويدي ۔
ذرائعو ترمخه د پاک فوج چمتو ځوانانو فوري او زبردست جوابي کاروائي کړې، چې ورسره د افغان طالبانو يو شمير کسان وژلي شوي او د هغوي يو شمير پوسټونه هم تباه کړې شويدي ۔
سيکيورټي ذرائعو دا هم وئيلي چې افغانستان طرف نه جارحيت په داسې وخت کښې کيږي چې کله د افغانستان خارجه وزير امير خان متقي د بهارت په دوره دې
سيکيورټي ذرائعو دا هم وئيلي چې پاکستاني فورسز پاک افغان پوله باندې د ترهه ګرو کيمپونه او ټهکانې ډېر مهارت سره په نښه کوي او افغان فورسز يو شمير ځايونو نه واپسي اختيار کړيده ۔