کراچۍ کريم آباد کښې نامعلومه وسله والو د سي ټي ډي يو ډي ايس پي په ډزو وژلے دے،پوليس وائي چې د وسله والو په ډزو کښې د ډي ايس پي علي رضا سره د هغۀ پرائيويټ ګن مين هم وژلے شويدے،پوليس دا هم وائي چي وژلے شوي ډي ايس پي په لياري اپريشن کښي ډير فعاله کردار ادا کړے وو
د مقامي پوليس مطابق ډي ايس پي علي رضا چې کله د کريم آباد علاقے شکيل کارپويشن ته نزدے د خپل جيپ نه راکوزيدو نو دغه وخت پرې نامعلومه وسله والو ډزې کړيدي،چې په نتيجه کښې ئي هغۀ او د هغۀ پرائيويټ ګن مين وژلے شوي،دوانړه په فوري توګه عباسي شهيد هسپتل ته رسولے شوي،چرته چې ډاکټرانو ئي د مړيني تصديق کړے،ډاکټران وائي چې ډي ايس پي علي رضا په سر او په ملا باندې ګولۍ خوړلي دي
ډي آئي جي ويسټ هم هسپتال ته ورغلے وو او هلته ئې ميډيا سره په خبرو کښي وئيلي وو چې د پيښې د ځائے څخه د نائن ايم ايم تمانچے يوولس توقے برامد شويدي او دا چې حمله کوونکي ملزمان دوه وو،ډي آئي جي دا هم وئيلي چې د وژلي شوي ډي ايس پي سره جيپ بلټ پروف وو او ملزمانو ته هم پته وه نو ځکه يې د هغۀ د ګاډي څخه د راکوزيدو انتظار کوؤ