د نورلس سوه اووه څلويښتم دسمبر مياشت کښې د هندوستان اولنې وزيراعظم جواهر لال نهرو د کشمیر مسئلې حل لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل نه مرستې غوښتې وې ۔
په کال نورلس سوه اته څلويښتم او نهه څلويښتم کښې د متحده قامونو سلامتي کونسل دې لړ کښې قراردادونه منظورکړې وو چې پکښې د ډز بندۍ او رائے شمارۍ مطالبه شوې وه،چې مقصد ئې کشميريان يا پاکستان او يا بهارت کښې د شامليدو فيصله اوکړي ۔
د جمووکشمير خلقو د خپلې مرضۍ حق يعنې حق خوداراديت د متحده قامونو سلامتي کونسل دغه قرارداد او دې نه پس نور قراردادونه کښې په واضحه توګه تسليم کړې شوې وو ۔
دې قراردادونو کښې د جمو وکشمير حتمي حيثيت فيصله کولو لپاره د اقوام متحده نګرانۍ کښې د آزادانه او منصفانه رائے شمارۍ مطالبه شوې وه ،پاکستان او بهارت دغه قراردادونه تسليم کړي وو ۔
د متحده قامونو د چارټر آرټيکل پنځه ويشتم لاندې دواړه فريقين دغه قراردادونو باندې د عمل درآمد پابند وو،ولې تير اته اوويا کالو راهسې بهارت په دغه قراردادونو باندې عمل درآمد کښې خنډان جوړوي او دا لړۍ نن هم جاري ده ۔
کال نور لس سوه نهه اتيايم راهسې مقبوضه جمو و کشمير کښې د بهارت ظلمونو په نتيجه کښې د يو لک نه زيات بے ګناه کشميريان شهيدان کړې شوي او په زرګاؤ ژوبل شويدي ۔
پنځم اګست کال دوه زره نورلسم نه بهارت مقبوضه جمو و کشمير په خپل ملک کښې شاملولو لپاره يک طرفه او غير قانوني اقدامات کړي کوم ته چې د بهارت د شرخوښو بي جے پي رهنماګانو حتمي حل وئيلي دې ۔
د اقوام متحده د سلامتي کونسل قرارداد يو سل دوه ويشتم (کال نورلس سوه اووه پنځوستم ) کښې وئيلي شوي چې د جمو و کشمير د مستقبل تعين کولو لپاره يک طرفه ګامونه د رياست صحيح اختيار نشي کيدې ۔
پنځم اګست کال دوه زره نورلسم نه راپديخوا بهارت لخوا پورته کړې شوې ټول يک طرفه ګامونه غير قانوني او کالعدم ګرځولې شويدي ۔
د مقبوضه جمو و کشمير اولس د بهارت دغه يک طرفه اقدامات په بشپړه توګه رد کړي او دې لړ کښې کشميريانو آزادۍ او خوداراديت لپاره ئې خپلې هلې ځلې هم جاري ساتلي چې اوس هم جاري دي ۔
د متحده قامونو سلامتي کونسل نهه اوويايم غونډه کښې په اقوام متحده کښې د پاکستان مستقل نمائده په دې خبره رڼا اچولې چې د کشمير مسئلې حل جنوبي ايشيا کښې د ډير وخت لپاره د امن د حصول لپاره ضروري دي ۔
د دغه شخړې په حواله خبرو اترو لپاره حالات پيدا کولو ذمه واري بهارت باندې راځي او دې لپاره ضروري ده چې مقبوضه جمو وکشمير کښې جاري بشري حقونو خلاف ورزيانې په فوري توګه بندې کړې شي ۔
منطقه کښې دې نه صرف آبادياتي تبديلۍ اودرولې شي بلکه دې لړ کښې اخستې شوي ګامونه دې هم واپس کړې شي ،دې سره سره پنځم اګست کال دوه زره نورلسم نه شوې يک طرفه او غير قانوني اقدامات دې هم منسوخ کړې شي ۔
اقوام متحده او د دې غړي ملکونه دې د چارټر په ذريعه د جمو و کشمير مسئله پرامن طريقې سره حل کولو ته وده ورکولو لپاره پابند دي ۔
پاکستان به د متحده قامونو په چارټر کښې بيان شوې ټولې طريقې استعمالوي او دا مقصد چمتو کولو لپاره به نوره هم وده ورکوي چې پکښې آرټيکل دري ديرشم، څلور ديرشم او نهه نوي هم شامل دي ۔
د متحده قامونو د هائي کمشنر برائے انساني حقوق (OHCHR) دفتر په دوه زره اتلسم او نورلسم دوه رپورټونه جاري کړي چې پکښې بهارت باندې کشمير کښې د بشري حقونو سنګين خلاف ورزو الزامات لګولې شوي او د انکوائري کميشن جوړولو مطالبه هم پکښې شوې ده ۔
کشمير په بين الاقوامي سطح يو تسليم کړې شوې شخړه ده او اوس وخت راغلې چې د متحده قامونو مستقل اراکين د مسئله کشمير پرامن حل لپاره کردار ادا کړې ۔
بهارت سره IIOJK کښې د خپلې قبضې او نسل کشۍ جواز پيش کولو هيڅ قانوني حيثيت نيشته، او پاکستان سره ټول بين الاقوامي فورمز باندې د کشمير د کيس پيروي کولو لپاره ټول قانوني بنياد او جواز موجود دي ۔
د اقوام متحده د سلامتي کونسل قرارداد او کشميريانو خوښې مطابق د کشمير مسئلې پرامن حل منطقه کښې امن و امان برقرار ساتلو لپاره يواځنې لاره ده ۔