د متحده قامونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوتريس اسلام آباد کښې د ايران او امريکې ترمينځ د مذاکراتو هر کلې کړې او وئيلې دي چې اسلام آباد کښې مذاکراتو نه پر اميد يم ۔
نيويارک: د متحده قامونو سيکريټري جنرل انتونيو ګوتريس وئيلي دي چې د پاکستان ثالثۍ کښې کيدونکي امريکې او ايران مذاکراتو هر کلې کوؤ ۔
سيکيرټري جنرل اقوام متحده اووئيل چې فريقين دې د سفارتي موقعې څخه فائده اوچته کړي او ښۀ زړه سره دې ټولې کشيدګۍ ختمې کړي ۔
انتونيو ګوتيرس مخکښې اووئيل چې د متحده قامونو خصوصې ايلچي سفارتي کوششونو حمايت لپاره منطقه کښې موجود دي ۔
د يادونې وړ ده چې د پاکستان په کوربه توب کښې سرښار اسلام آباد کښې د امريکې او ايران وفود اسلام آباد ته رارسديلي دي، د پاکستان امريکې او ايران درې درې اهم ترين کسان به دې مذاکراتو کښې د خپل خپل ملکونو د وفود مشري کوي ۔

