په ټانک کښې د ځواکونو د ٹارگٹ کلنک کښې نوره تیزی راغلې، د کوټ نصران په کلي کښې د نامعلومو وسله والو په ډزو کښې دوه کسان شهيدان شوي، شهيد شوي کسانو کښې د ايف سي يو اهلکار هم شامل دې ۔
د تفصیلاتو مطابق د ټانک په کوټ نصران کلي کښې نامعلومه وسله والو ډزې کړې چې پکښې د ايف سي يو اهلکار پشمول دوه کسان پحق رسيدلي دي ۔
ځائي کسانو وئيلي چې ایف سي اهلکار د یوې میاشتې په چھٹی کور ته راغلی وو، چې د نامعلومه کسانو په ډزو کښې شهيد شويدې ۔
د يادونې وړ ده چې له دې مخکښې وسله والو يو شمير سرکاري کسان تښتولي او بيا ئې قتل کړي دي، په ټانک کښې د امن و امان صورتحال مسلسل خرابیدو په وجه سلګونه کورنۍ له سیمې وتلي دي ۔