ډپټي کمشنر جاويد الله محسود وئيلي چې کرمه کښې دوه قبيلو ترمينځ انښته يو ځل بيا شروع شوې،د ډزو پيښۀ کنج علي زئي کښې رامخې ته شويده ۔
ډي سي مطابق نښته کښې يوولس کسان پحق رسيدلي او شپږ نور ژوبل شويدي، ژوبل کسان هسپتال ته منتقل کړې شويدي ۔
پوليسو وئيلي چې سيکيورټي فورسز او پوليس د نښتې ځائې ته رسيدلي او د پيښې په اړۀ ئې پلټنې هم شروع کړېدي ۔
انتظاميې ترمخه سيمه کښې د امن بحال ساتلو ،مرکزي لارې کولاؤ ساتلو او حالات معمول ته واپس راستو لپاره ګامونه پورته کړې شويدي ۔
دې نه وړاندې هم کرمه کښې د دوؤ قبيلو ترمينځ څو ورځې نښتې شوې وې چې پکښې دواړو طرفونو نه يو شمير کسان مړۀ او يو شمير ژوبل شوي وو ۔