په ټول ملک کې د تاجرانو د اعتصاب له وجې د ملک اقتصاد ته د پنځوس اربه روپو نه زیات تاوان رسیدلی دی.
د کراچۍ ټرېډ يونين چيئرمېن عتيق مير دعوه کړې ده چې د ګرانې بجلۍ او ټېکسونو پرضد هړتال کامياب شوے دے۔ د کاروبار بندېدو له وجې کراچۍ ته څلور اربه روپۍ او ټول ملک ته ۵۰ اربه روپۍ تاوان رسېدلی دی.
عتیق میر د غوښتنو د نه منلو په صورت کې یو بل اعتصاب ته هم اشاره وکړه. وویل چې واکمنان زموږ راتلونکي غږ ته انتظار باسي، هڅه وکړئ چې بیا اعتصاب ونه کړئ.
ياده دي وي چي د بجلئ د زياتو بلونو او ټيکسونو په ضد په ټول ملک کښي هړتال جاري وو، د کراچي نه تر خيبر پوري تجارتي مرکزونه تړلي وو، د شهر قائد په بازارونو کښي خاموشي وه، دوکانونه او ټول بازارونه په مکمله توګه تړلي وو۔
د ښار په ځينو ځايونو کې پټرول پمپونه هم تړل شوي، د هړتال له امله ټرانسپورټ د معمول په پرتله کم وو، په شېرشاه او مومن اباد کې سوداګرو په سړکونو خنډونه جوړ کړل او ټايرونو ته يې اور واچاوه او احتجاج يې ثبت کړ.