پوليسو مطابق د کوز دير سيلګرۍ سيمه کُمراټ کښې تير درې ورځو راهسې ګير شوې څلور سوه پورې سيلګرو کښې اوسه پورې دوه سوه سيلګري ريسکيو کړې شويدي ۔
دغه سيلګري د کالام د لارې محفوظ مقام ته رسولې شويدي ۔
پوليس وئيلي چې کُمراټ کښې اوس هم دوه سوه پنځوس سيلګري ګير دي ۔
ضلعي انتظاميې وئيلي چې کُمراټ کښې ګير شوي سيلګرو لپاره سيمه کښې څلور هوټلې مختص کړې شوي، او دوه لپاره هوټل کښې د قيام او ډوډۍ اوبو او نور ضروري څيزونو انتظام هم شويدې
انتظاميې ترمخه چې کوم سيلګري اوس هم کُمراټ کښې ګير دي ، د هغوي راويستو لپاره هم هلې ځلې جاري دي ۔
انتظاميې وئيلي چې دير طرف ته سړک د بريکوټ او کلکوټ په لور خراب دې او د دې بحالۍ لپاره هم کوششونه جاري دي ۔
بلخوا ځائې پوليس ذرائعو وئيلي چې د دغه سړک بحالۍ کښې درې نه تر څلور ورځو پورې وخت لګيديشي ۔
اسسټنټ کمشنر فوکل پرسن شاهد علي وئيلي چې کُمراټ کښې ګير سيلګري يو هوټل ته رسولې شوي او کوشش به کوؤ چې ټول سيلګري زر تر زره محفوظ مقام ته منتقل کړې شي ۔
بلخوا ګير شوي سيلګرو د دير د خلقو او پوليس افسرانو د رويئے او هر قسمه مرستې ستائنه کړې او وئيلي دي چې د صوبې خلق ډير تعاؤن کونکي دي ۔