د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې د چهارشنبې په ورځ وویل، د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د استخباراتو پر بنسټ د عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان د پوځ درې پرسونل، د یوه میجر په ګډون او اته ترهګر وژل شوي دي.
د پاک فوځ تعلقات عامه اداري آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شوي دي چې سيکورټي فورسز د بنو ضلعې بکا خيل جنرل سيمه کښې د خوارج [ترهګرو] د موجودګۍ په اطلاع د استخباراتي معلوماتو په بنياد عمليات کړي دي۔
د عملیاتو په جریان کې، عسکرو په مؤثره توګه د وسله والو ځایونه په نښه کړل چې په پایله کې “اته خوارج جهنم ته واستول شول او اوه خوارج ټپیان شول”.
د ډزو د سختې تبادلې په ترڅ کې، ۳۱ کلن جګړن عاطف خلیل – یو زړور افسر چې د خپلو سرتیرو مشري یې له مخي کوله – په زړورتیا سره جګړه وکړه او د خپلو دوو کسانو سره یې شهادت ومانه.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په وژل شويو دوو سرتېرو کې د کرک ولسوالۍ اوسېدونکی ٣٦ کلن نايک ازاد او د ليه ولسوالۍ اوسېدونکی ٣٥ کلن لانس نايک غضنفر عباس شامل دي.
د پوځ د رسنیو څانګې ویلي چې په سیمه کې د نورو ترهګرو د له منځه وړلو لپاره د پاکولو عملیات پیل شوي، ځکه چې امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ خطر له منځه وړلو لپاره هوډ لري.
آئي ايس پي آر وئيلي دي زمونږ د زړورو سرتيرو دغه شان قربانۍ زمونږ عزم نور هم مضبوطوي۔
بلخوا د بلوچستان په ژوب ضلع کې هم امنیتي ځواکونو یو بل ترهګر وژلی دی. د آئي اېس پي آر ترمخه دغه عمليات د اکتوبر د ٢٩مې نه تر ٣٠مې نيټې پورې په سيمه کې د “خوارج” د موجوديت په اطلاع ترسره شوي وو.
د عملیاتو په جریان کې د خپلو عسکرو او خوارج ترمنځ سخته نښته وشوه چې په پایله کې یې یو خوارج جهنم ته او یو خوارجی په ټپي حالت کې ونیول شو.
د پوځ مطبوعاتي څانګې ویلي، چې له ترهګرو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
آی ایس پي آر ویلي، “د پاکستان امنیتي ځواکونه د ملت سره په ګډه د بلوچستان د سولې، ثبات او پرمختګ د سبوتاژ کولو هڅې ناکامه کړي.”
د ترهګرۍ پر وړاندې د خپلې جګړې له فزیکي څخه ایډیالوژیکي محاذ ته د بدلولو په اقدام کې، حکومت د دې کال په پیل کې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان (TTP) د “فتن الخوارج” په توګه طبقه بندي کړې وه.
په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راستنېدو وروسته، په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په سرحدي ولایتونو کې دغه هېواد د زیاتېدونکي تاوتریخوالي له بریدونو سره مخ دی.
وفاقي کابینې د روان کال په جون میاشت کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د نیشنل ایکشن پلان لاندې د مرکزي اپیکس کمېټۍ د سپارښتنو په تعقیب د ترهګرۍ ضد ملي مبارزې ته د بیا غښتلي شوي اپریشن اعظم استقامت منظوري ورکړه.