باجوړ: د چارشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په باجوړ ضلع کې د بمي چاؤدنې له امله د پخواني سېنېټر په ګډون لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.دپوليسو په وينا دغه بمي چاؤدنه پخوانى سينيټر هدايت الله شوى چې پکې خپل ژوند دلاسه ورکړى. برید په دامادولا کې شوی دی.
په برید کې دوه نور کسان چې عرفان او نظر دین نومیږي هم وژل شوي دي. هدایت الله د ټاکنیز کمپاین لپاره روان و، چې پر موټر یې برید وشو. وژل شوی پخوانی سناتور د خیبر پښتونخوا د پخواني ګورنر شوکت الله ورور دی.