پېښور کې د ترهګرۍ ضد ځانګړې محکمې (ATC) ته درې کسان وړاندې کړل شول، چې د پولیس لاینز بمي چاودنې سهولت کار ګڼل کېږي. محکمې یاد درې ملزمان عنایت الرحمان، عبدالصابر، او عثمان خان د ۱۵ ورځو لپاره د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) ته وسپارل.
د پېښې د تحقیقاتي افسر په وینا، دغه کسان د پېښور له بېلابېلو سیمو سره تعلق لري او په دوی تور دے چې د پولیس لاینز بمي چاودنې سهولت کاري يې کړې. اداری زیاته کړه چې لا هم تحقیقات روان دي، او له ملزمانو څخه د نورو همکارانو او اړوندو معلوماتو ترلاسه کولو ته اړتیا ده.
د تحقیقاتي افسر غوښتنه دا وه چې ملزمان د ۳۰ ورځو لپاره د جسماني ریمانډ لپاره دی CTD ته وسپارل شي، خو محکمې دا استدعا نیمه ومنله او درې واړه ملزمان یې د ۱۵ ورځو لپاره د ترهګرۍ ضد څانګې ته حواله کړل.