وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې وفاقي کابينې اجلاس شوې چې پکښې په لس نکاتي ايجنډا غورشويدې ۔
د کابينې اجلاس ته خپل خطاب کښې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي چې زمونږ په ملک کښې وسائلو کمې نيشته ،زمونږکوشش دې چې ملک بيا به د ترقۍ په لور روان شي ۔
وزيراعظم اووئيل چې ګرانۍ کښې تيزې سره د کمي سلسله جاري ده ،د ملک د مسئلو حل کولو يو اوږد سفر خو په تيزۍ سره به مخکښې ځو ۔
،وزيراعظم زياته کړې چې په ځان مو شپه او ورځ يو کړې، د آئي ايم ايف د پروګرام شرطونه پوراکولو لپاره هلې ځلې روانې دي ،
په دې موقع وزيراعظم شهبازشريف طمع څرګند کړې چې کيديشي موجوده پروګرام د آئي ايم ايف آخري پروګرام شي ۔
وزيراعظم دعویٰ کړې چې د حکومت کوششونو سره مو د ملک حالات بدل کړېدي ،ګراني کمولو سره سره زمونږ اولنۍ ترجيح د روزګار مواقع پيدا کول دي ۔