صوابۍ جلسې نه پس د خيبر پښتونخوا وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور نه د کے ټو ټي وي خبريال پوښته وکړه چې کارکن خفه دي ، کارکن وائي چې وزيراعلیٰ ډي چوک کښې مونږ يوځائې پريښودې يو، د هغوي خفګان به څنګه ختموې؟
د پوښتنې په جواب کښې وزيراعلیٰ علي امين ګنډا پور اووئيل چې څوک خبرې کوي هغه په خپلو کورونو کښې ناست وو، هغه ډي چوک ته نه وو تلي، زما پارټي ده ماته پته ده چې څوک څه دي ۔
د کے ټو ټي وي سوال په جواب کښې علي امين ګنډا پور مخکښې اووئيل چې د دوي خفګان دې جهنم ته لاړ شي، پخپله نه راوځي، کورونو کښې ناست وي، بهر خبرې کوي، څوک چې ډي چوک ته تلي وو، هغه اوس هم ولاړ دي، څوک چې تنقيد کوي هغه دې خپله ويډيو اوښائي چې دوي چرته وو ۔
خيبر پښتونخوا ووزيراعلیٰ اووئيل چې داسې کسانو خيال نه کوؤم او نه دغه کسان د تحريک انصاف سره دي، څوک چې کورونو کښې ناست په تحريک انصاف تنقيد کوي، هغه د پي ټي آئي کارکن نه ګنړم ۔