وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې وفاقي کابينې غونډه شوې چې پکښې دوه نکاتي ايجنډے منظوري ورکړې شویده ۔
وفاقي کابينې د ايم ايل ون معاهدے او فناسنګ معاهدو په باقاعده توګه منظوري ورکړې شويده ۔
حکومت ايم ايل ون منصوبے ړومبی مرحلے باندې عملدرآمد کولو فيصله هم کړیده ۔
د کابينی اقتصادي رابطه کميټی تير اجلاس کښې شوی فيصلو توثيق هم شوې دې ۔
کابينې اجلاس کښې منظورۍ نه پس پي ډبليو ډي محکمه مکمل ختمولو فيصله هم شويده ۔
کابينې اجلاس ته وينا په وخت وزيراعظم شهبازشريف بلوچستان کښې د ترهه ګرو حملې دوران شهيد شوي کسانو کورنو سره د تعزيت اظهار کړے ۔
وزيراعظم وئيلي چې بلوچستان حملې د ترهه ګرۍ انتها ده،ملک نه د ترهه ګرۍ لغنت ختمولو لپاره به د سيکيورټي اهلکارو او سويلين قربانۍ نه ضائع کيږي ۔
وزيراعظم مخکښې وئيلي چې حکومت به ترهه ګرو سره هيڅ قسمه مذاکرات نه کوي،دا عناصر او د دوي سهولت کار ختمول د حکومت او پاک پوځ وړومبې ترجيح ده ۔