اسلام آباد: ډي چوک کښې ميډيا سره خبرو کښې داخله وزير محسن نقوي وئيلي چې د پرامنه احتجاج دعوې کونکو رويه ټولو اوليده، مظاهرچيانو کوشش دې چې خلق مړ شي او د دوي مقصد پورا شي ۔
هغه اووئيل چې حکومت فيصله کړې چې دهرنے والا سره به څه قسمه مذاکرات نه کوؤ، شرخوښو او افغان مظاهرچيانو سره مذاکرات نشي کېدې، د فساد په شا يوه زنانه ده، ځاني او مالې نقصان ذمه داره هم دغه زنانه ده، پي ټي آئي مظاهرچيانو سره وسله ده ۔
په دې موقع د اطلاعاتو وفاقي وزير عطا تارړ اووئيل چې تحريک انصاف احتجاج کښې افغانان شامل دي، بشریٰ بي بي دې غريبانو بچو په ځائے خپل بچي احتجاج ته راولي ۔
عطا الله تارړ اووئيل چې د رياست د صبر امتحان دې نۀ اخلي، ټوله علاقه کليئر کړې شوېده،که چرې دوي بيا ډي چوک ته راغلل نو سختې سره به ئې مخه نيولې شي ۔