پنډۍ کښې خبري غونډې ته خپله وينا کښې ډي جي آئي ايس پي آر ليفټيننټ جنرل احمد شريف چودهري وئيلي دي چې افغانستان او ايران سره د پاکستان شريک بارډر پنځه ديرش سوه کلوميټره دې او دې معامله باندې پروپيګنډې کيږي ۔
ډي جي آئي ايس پي آر اووئيل چې پروپيګنډې کونکي وائي چې ګني د کانټه تار لګولو نه پس دلته مرغې پَر هم نشي وهلې ۔
د پاک فوج وياند اووئيل چې د دوؤ ملکونو مينځ کښې بارډ وي او دا هله بنديږي چې کله دواړه ملکونه رضامند وي ۔
ترجمان پاک فوج مطابق داسې دا مسئله نۀ حل کيږې چې بل اړخ نه ترهه ګرو سره د حملو لپاره مرستې کيږي،دې لړ کښې د افغان حکومت سنجيدګي دې نه ثابتيږي چې په پوله د پاکستان څورالس سوه پوسټونه دي ،ولې د افغان حکومت صرف دوه سوه پوسټونه دي
ايران سره بارډر په معامله ډي جي آئي ايس پي آر ليفټيننټ جنرل احمد شرف چودهري وئيلي چې دغه بارډر په مکمله توګه بندول ممکن نه دي، ځکه چې په دغه پوله د بلوچستان د خلقو تګ راتګ او د امروزه استعمال څيزونواوړل راوړل کيږي ۔
دوي اووئيل چې دا پوله به هله په مکمل توګه بندول ممکن وي چې د بلوچستان خلقو ته بنيادي سهوليات ورکړې شي او د هغوي په ايران انحصار ختم شي ۔
د پاک فوج ترجمان ليفټيننټ جنرل احمد شريف چودهري واضحه کړې چې د نهمې مئي پيښو په اړۀ د فوج مؤقف بدل شوې نه دې او نۀ به بدل شي،د پاک فوج افسران او ځوانان اشرافيه نۀ ده ۔
ډي جي آئي ايس پي آر پښتنه کړې چې آيا د سختونيوکو لوجې کار پريږدو۔
ترجمان مطابق د روان کال اولنې اووه مياشتو کښې د ترهه ګرو خلاف دوه ديرش زره، شپږ سوه نه سيوا آپريشنې شوي ،چې پکښې روان کال دوران د ترهه ګرۍ پيښو کښې يو سل نهه ديرش افسران او ځوانان شهيدان شويدي ۔
بهر ملکونو کښې ناست د هغې کسانو څوک چې د ملک او ادارو خلاف پروپيګنډه کوي،په دے حواله د سوال په جواب کښې ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري وئيلي چې دا يو څو ضمير خرڅه کسان دي چې د پيسو په بدل کښې د پاکستان او ادارو خلاف پروپيګنډه کوي ۔
هغه زياته کړه چې بهر ملکونو کښې د پاکستان د سفارتخانو مخې ته راجمع شي او نعرے وهي،دا خو هسې نه کيږي بلکه دا يو مربوط عمل دے او شاته ئې پيسه ده ۔
د بلوچ يکجهتي کميټي حوالے سره ډي جي آئي ايس پي آر وئيلي چې دا کميټي د دهشتګرد تنظيمونو پراکسي ده ۔
ډي جي آئي ايس پي آر مخکښې اووئيل چې پاک فوج په ضم ضلعو کښې څلور نوي سکولونه ، دولس ټيکنيکل کالجونه او نورې تعليمي ادارې جوړې کړيدي ۔
دوي اووئيل چې دغه تعليمي ادارو کښې اتيا زره پورې ماشومان تعليم ترلاسه کوي ۔
ترجمان مطابق بلوچستان طلبا لپاره يو جامع سکالر شپ پروګرام هم جاري دې،چې پکښې پاک فوج لخوا تعليم او نور سهوليات او اخراجات هم برداشت کوي،او شپيته زره پورې طلبا ته تعليم ورکولې کيږي ۔