Close Menu
    تازه ترین خبرونه

    د امريکې مداخلت لوجې جنګ بندي شوې، مونږ امن لوجې سيز فائر ته غاړه ايښودې وه، وزيراعظم

    جون 4, 2025

    ټي 20 نوې رينکنګ جاري، ټاپ ټين کښې د پاکستان يو لوبغاړې هم نۀ دې شامل

    جون 4, 2025

    قامي اقتصادي کونسل د راتلونکې مالي کال معاشي اهداف منظوري ورکړې

    جون 4, 2025

    د پاکستان په سفارتي کاميابې بهارت کښې د خفګان ماحول دې، وزيرخارجه اسحاق ډار

    جون 4, 2025

    شمالي وزيرستان کښې د امنيتي ځواکونو عمليات، څوارلس ترهه ګر وژلي شوي

    جون 4, 2025
    Facebook X (Twitter) Instagram
    چهارشنبه, جون 4, 2025
    • قامى خبرونه
    • مهم خبرونه
    • نړۍ
    • کاروبارى خبرونه
    • روغتیا
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Beyond All Frontiers
    اردو خبریں ENGLISH NEWS
    • سرپاڼه
    • قامى خبرونه

      د امريکې مداخلت لوجې جنګ بندي شوې، مونږ امن لوجې سيز فائر ته غاړه ايښودې وه، وزيراعظم

      جون 4, 2025

      قامي اقتصادي کونسل د راتلونکې مالي کال معاشي اهداف منظوري ورکړې

      جون 4, 2025

      د پاکستان په سفارتي کاميابې بهارت کښې د خفګان ماحول دې، وزيرخارجه اسحاق ډار

      جون 4, 2025

      شمالي وزيرستان کښې د امنيتي ځواکونو عمليات، څوارلس ترهه ګر وژلي شوي

      جون 4, 2025

      دخېبرنيټ ورک يوويشتمې کليزې په موقع د خوندورو دستورو اهتمام

      جون 3, 2025
    • خېبرپښتونخوا
    • پنجاب
    • بلوچستان
    • سندھ
    • افغانستان

      کابل د افغان کډوالو د واپسۍ هرکلی کوي ،افغان حکومت

      جون 1, 2025

      پاکستان او افغانستان دوه اړخيزه اړېکې سفارتي سطح ته رسولو باندې د اعتماد څرګندونه کړې

      جون 1, 2025

      افغانستان کښې د پاکستان د سفير تعينات کولو فيصله

      مې 30, 2025

      د امير حکم باوجود پاکستان کښې کاروائيانې ناجائز دي، د افغان طالبانو کالعدم ټي ټي پي ته خبردارې

      مې 28, 2025

      افغانستان حکومت د خضدار سکول بس حملې په سختو ټکو کښې غندنه کړې

      مې 22, 2025
    • انټرټېنمنټ خبرونه

      د نيلم منير د وادۀ تصويران په سوشل ميډيا ډير زيات اوکتلې شو

      جنوري 8, 2025

      د پښتنون کلتور ورځ،ګورنر پښتونخوا فيصل کريم کنډي دپښتنو صحافيانو تنظيم پي جے اے کابينې غړو نه حلف اخستې

      سپتمبر 23, 2024

      د اسلام آباد يو شخصي پوهنتون کښې د ګِټ ټوګيدر يوه خوندوره دستوره

      سپتمبر 15, 2024

      دپاکستان پخواني وزيراعظم لپاره مې سندره نۀ ده وئيلې،کمار سانو

      اگست 12, 2024

      جیسن سټيتم په خپل موټر د فلسطین بیرغ لګولے

      اکتوبر 25, 2023
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Home » 2024 د جنګونو او ټاکنو کال
    مهم خبرونه

    2024 د جنګونو او ټاکنو کال

    جنوري 1, 2025څرگندونې نشته8 Mins Read
    Facebook Twitter Email WhatsApp
    The year 2024, the year of wars and elections
    ځيني ملکونو کښې حکومتونه يا خو انتخاباتو د لارې بدل شوي او يا پکښې د اولس مزاحمتونه کامياب شويدي ۔
    Share
    Facebook Twitter Email WhatsApp

    اسلام آباد: (تحسين الله تاثير) کال دوه زره څلیريشتم په درسته نړۍ کښې مختلف عالمي واقعاتو، په بين الاقوامي تعلقاتو، سياسي منظرنامه، معاشي او سماجي حالات   ژور اثر غورځولې دې، په دې کال کښې مشرقِ وسطیٰ  کښې  روان سياسي او عسکري کشيدګۍ کښې  هم اضافه ليدلې شوې، د عالمي مشرانو او مزاحمتي تنظيمونو مشران مړۀ شوي، ځيني ملکونو کښې حکومتونه يا خو انتخاباتو د لارې بدل شوي او يا پکښې د اولس مزاحمتونه کامياب شويدي ۔

    که   کال 2024 ته د جنګونو ،قتل وغارت، قحط او تباهۍ کال اووئيلې شي نو هم به غلط نه وي، ځکه چې په دې کال کښې داسې واقعات مخې ته راغلي،کوم چې د دنيا خپل ځان ته متوجه کړېده ۔

    مشرقِ وسطیٰ تنازعه:

    خبره به شروع کوؤ د مشرقِ وسطیٰ تنازعات او جنګي صورتحال نه، د اووم اکتوبر 2023 نه حماس او اسرائيل ترمينځ جنګ کښې په 2024 کال کښې نه صرف اضافه شوې بلکه د مشرفِ وسطیٰ  سياسي منظرنامه ئې هم  بدل کړې ۔

    د غزه جنګ په شروعاتو کښې دواړه فريق په عارضي جنګ بندۍ متفق شوي وو، او دې دوران د قيديانو تبادله هم شوې وه، ولې د حماس دوباره منظم کيدو له ويرې اسرائيل خپل جنګ جاري اوساتلو، يو اين کښې د غزه جنګ بندۍ لپاره يو شمير قراردادونه هم منظور شول ولې امريکي لخوا هرځل دغه قراردادونه ويټوکړې شوي، او  روان کال دغزه  جنګ بندۍ کوششونه کامياب نه شول ۔

    اسرائيلي فورسز تر دې دمه زنانو او ماشومانو پشمول پنځه څلويښت زره نه سيوا بے ګناه فلسطيينان شهيدان او يو لک نه سيوا ئې ژوبل کړي،او په لکونو ئې  بے کوره کړيدي،غزه کښې د خوراکي څيزونو او دوائيانو کمي په وجه هم لوئې شمير کښې خلق د لوګې  نه  مړۀ شويدي ۔

    هم په دې کال عالمي عدالت انصاف کښې په  غزه کښې نسل کشۍ باندې د اسرائيلي وزيراعظم خلاف مقدمه چليدلې وه چې پکښې هغه د جنګي جرمونو سزا وار ګرځولې شوې وو ،هغه او دفاع وزير خلاف ئې وارنټ ګرفتاري جاري شوې وه، دا مقدمه جنوبي افريقې درج کړې وه ۔

    ايران اسرائيل کشيدګي:

    د ايران اسرائيل پراکسي جنګ کښې شدت هاغه وخت راغلو کله چې د غزه په حمايت اسرائيل په يکم اپريل دمشق کښې ايراني سفارتخانه باندې حمله اوکړه ، د دې په جواب کښې  په ديارلسم اپريل ايران په اسرائيل سونو ميزائيلې اوداغلې،چې پکښې ډرون او بيليسټک ميزائيلې هم شاملې وې ۔

    د دې ورستو د اسرائيل او امريکې لخوا د ايران جوهري وسلې تنصيباتو پشمول مهم ځايونه په نښه کولو دهړکې هم ورکړې شوې وې، ولې وروستو دواړه ملکونو ترمينځ براه راست د جنګ انديښنه کافي حده پورې  کمه شوه، خو پراکسي وار لا هم تيزۍ سره جاري دې ۔

    د اسرائيل په لبنان او شام حملې:

    کال 2024 کښې اسرائيل  د غزه نه پس په شام او لبنان هم حملې کړي، لبنان کښې موجود حزب الله  د اسرائيل لپاره يو لوئې چيلنج دے، کوم چې د غزه حمايت کښې د اسرائيل خلاف کاروايانې کړي، نو په دې جواب کښې اسرائيل لبنان کښې هم حملې کړيدي ۔

    دغه شان شام کښې د حکومت بدليدو ورستو اسرائيل په ګولان غرونو کښې نه صرف پيش قدمي کړې بلکه د شام عدم استحکام نه ئې فائده هم پورته کړې او د څلور نيم سوه نه سيوا نه ائير سټرائکس ئې کړيدي ۔

    بلخوا په يمن کښې  حوثي باغيانو بحيره عمان او خليج عدن کښې د امريکې جنګي سامان سپلائي جهازونو باندې هم حملې کړې وې، د کوم وروستو چې يو نوې بحران پيدا شوې وو ۔

    غټې پيښې او د  اهم شخصياتو مرګونه:

    که 2024 کښې د غټو پيښو او اهم شخصياتو مرګونو خبره اوکړو، نو د دې کال وړومبۍ  مياشت يعنې جنورۍ کښې په  ايران کښې د پخواني جنرل قاسم سليماني څلورم تلين دستورې په موقع دوه  بمي چاودنې شوې وې چې پکښې يو سل درې کسان مړۀ شوي وو،او په سوؤنو کسان ژوبل شوي وو ۔

    بيا  په اپريل کښې  ايراني صدر ابراهيم رئيسي سره د خپل وزيرانو هيلي کاپټر غورځيدو پيښه کښې شهيد شوې وو ۔

    په ديرشمه جولائۍ بيروت کښې اسرائيلي فضائيه کاروائي دوران  د حزب الله اعلیٰ فوجي کمانډر او د اسرائيل موسټ وانټډ پرسن فواد شکر شهيد شوي وو، د کوم په سر چې امريکې پنځوس لکه ډالر انعام مقررکړې وو ۔

    دغه شان د دې سباله يعنې په يوديرشمه جولائۍ د حماس سياسي ونګ سربراه اسماعيل هنيه شهيد کړے شوې وو، هغه د ابراهيم رئيساني کفن دفن په موقع تهران کښې موجود وو چې په خپله کمره کښې په نښه کړې شوې وو ۔

    په شلم ستبمراسرائيلي حمله کښې د حزب الله ايليټ رضوان فورسز مشر ابراهيم عقيل او نور پنځلس کمانډران شهيد کړې شوي وو ۔

    په شپږويشتم ستمبر اسرائيل د حزب الله خلاف په جنوبي لبنان کښې کاروائياني شروع کړې وې او د هغې سباله يعنې په اووه ويشتم ستمبر ئې د حزب الله مشر حسن نصرالله يو کاروائۍ دوران شهيد کړې وو ۔

    په اوولسم اکتوبر اسرائيل په غزه کښې د حماس نومنتخب مشر يحییٰ سنوار شهيد کړے وو، د يحییٰ سنوار مرګ د حماس لپاره يو لويه دهچکه وه، ځکه چې هغه د اووم اکتوبر واقعاتو نه پس مسلسل ميدان جنګ کښې وو ۔

    انتخابات او انقلاب :

    اوس به خبره اوکړو د کال 2024 دوران مختلف ملکونو کښې د حکومتونو بدليدو، دې کال ته په نړيواله سطح د انتخاباتو کال هم وئيلي شي، ځکه چې د امريکي نه تر يورپ او بيا ايشيا پورې تقريا ديرش نه سيوا ملکونو کښې انتخابات شوي، چي پکښې د پاکستان نه سره سره بهارت، بنګله يش، جاپان او ځهني نور ملکونه شامل دي، ولې د ټولو زيات اهميت د کال په آخره کښې  شوې د امريکي صدارتي ټاکنې دي ۔

    دې ټاکنو کښې  ډونلډ ټرمپ يو ځل بيا وائټ هاوس ته واپسي کړې او کميلا هيرس ته ئې شکست ورکړيدے، د ټرمپ ګټې ته دنيا په مختلف نظر سره ګوري، او ځيني ملکونو لخوا د ټرمپ پاليسيانې مستقبل لپاره خطرناکې ګنړلې کيږي ۔

    دې نه علاوه روسي صدر ولادي مير پيوټن يوکرين جنګ دوه کاله پورا کيدو ورستو مارچ کښې ټاکنې کړې وې چې پکښې هغه خپل څليريشت کلنه حکمرانۍ ته مزيد شپږ کاله توسيع ورکړې وه  ۔

    بنګله ديش کښې د حکومت تبديلي :

    که په اولسي مزاحمت د حکومتونو بدلون ذکر اوکړو نو روان کال بنګله ديش کښې  دعوامي احتجاج په نتيجه کښې حکومت بدل شوې، دا احتجاجونه ملک کښې د کوټه سسټم ، ګرانۍ، کرپشن او حکومتي غيرفعاليت پرضد شروع شوي وو، دې دوران د پوليس او مظاهرينو ترمينځ انښتو کښې په سوؤنو کسان هم مړۀ شوي وو، ولې آخر کار اګست کښې وزيراعظمه حسينه واجد بهارت ته اوتښيده، او ډکټيټرشپ نما حکومت ئې ختم شو، وروستو بنګله ديش نيشل پارټۍ اقتدار سنبال کړو ۔

    شام انقلاب :

    د کال په آخري مياشت کښې غټه تبديلي  شام کښې راغلې وه، د بشارالاسد خلاف د تحريرالشام په مشرۍ کښې د اپوزيشن پنځوس مختلف ګروپونو صرف په لس ورځو کښې په حلب، حما او حمص قبضې ورستو دمشق باندې کنټرول حاصل کړو ، چې ورسره په اتم دسمبر د بشار الاسد خاندان څلور پنځوس کاله ډکټيټرشپ ختم کړو او هيت  تحرير الشام د ملک واګي سنبال کړل ۔

    دې دوران په شام کښې په لويه  پيمانه انښتې نه دي شوي، ولې راتلونکي وخت کښې به په شام کښې کوم  طرز حکومت وي ؟ دا وخت لا صورتحال غير يقيني دې ۔

    جنوبي کوريا کښې مارشل لا،موزمبيق کښې احتجاجونه :

    په دريم دسمبر جنوبي کوريا کښې صدر يون سک يوول د مارشل لا لګولو اعلان کړې وو، ولې د شديد عوامي دباؤ او ردعمل او پارليمنټ په مطالبه هغوي يو څو ګهنټې پس  د مارشل لا فيصله واپس واخسته ۔

    دغه شان که د موزمبيق خبره اوکړو نو هلته هم انتخابات خو شوي ولې اپوزيشن لخوا په دغه ټاکنو کښې د دهاندلۍ تورونه لګيدلي او خلق د حکومت خلاف په سړکونو راوتلي وو چې ورسره موجود وخت کښې حالات کشيده دي ۔

    روس يوکرين جنګ :

    په کال 2024 کښې د روس او يوکرين جنګ نه صرف جاري پاتې شوې  بلکه په دې جنګ کښې د انساني زيان شميره هم سيوا شويده، د اقوام متحده هيومن مانيټرنګ مشن مطابق د کال آخره پورې دغه شخړه کښې د يوکرين يوديرش زره، او د روس اوويا زره پورې فوجيان وژلي شويدي، ولې يوکرين کښې په لکونو آبادي بے کوره شويده، شپيته لکه پورې د يوکرين خلقو خپل ملک پريښودې ، د روس يوکرين جنګ بندۍ په اړه دې کال کښې څه خاص پيشرفت نه دې ليدلې شوې ۔

    بهارت کينيډا ترمينځ کشيدګي :

    د بهارت او کينيډا ترمينځ شخړه کومه چې تيرکال شروع شوۀ وه، هغه په 2024 کښې نوره سيوا شوې، د دې شخړې بنيادي وجه د خالصتان تحريک مهم  سکهـ  رهنما هرديپ سنګهـ  په  کينيډا کښې قتل وو، او کينيډا دا الزام په مودي سرکار لګولې وو،  د دې وروستو دواړه ملکونو يوبل سره سفارتي تعلقات ختم کړي وو ۔

    د چين او تائيوان ترمينځ کشيدګي :

    په کال دوه زره څلهريشتم کښې د چين او تائيوان ترمينځ کشيدګۍ کښې هم نور سيواوالې راغلې وو، چين د تائيوان نيزدې سمندري حدود کښې د خپل فوج موجودګۍ کښې اضافه کړې، کوم چې تائيوان د خپل خودمختارۍ خلاف ورزي ګنړلې ، او دچين دې ګام سره هلته يو نوې بحران هم پيدا شويدې، بلخوا مغربي ملکونو د تائيوان د حمايت اعلان کړيدې  ۔

    د دې کشيدګۍ سره بين الاقوامي تجارت او اقتصاديات باندې ژور اثر غورځيدلې دې او خطه کښې د يو نوې جنګ منظرې نامې تيارې شروع شويدې ۔

    شریکول Facebook Twitter Email WhatsApp
    مخکینۍ مقالهکال 2024، د پاکستان اقتصادي جائزه
    بله مقاله کال 2024 دوران پاکستان کښې د عدالتونو اهمې فيصلې
    Arshad khan

    مربوطه لیکنې

    د امريکې مداخلت لوجې جنګ بندي شوې، مونږ امن لوجې سيز فائر ته غاړه ايښودې وه، وزيراعظم

    جون 4, 2025

    د پاکستان په سفارتي کاميابې بهارت کښې د خفګان ماحول دې، وزيرخارجه اسحاق ډار

    جون 4, 2025

    شمالي وزيرستان کښې د امنيتي ځواکونو عمليات، څوارلس ترهه ګر وژلي شوي

    جون 4, 2025
    ځواب دلته پرېږدئ Cancel Reply

    مونږ پسی راځه
    • Facebook
    • YouTube
    • TikTok
    • Twitter
    • Instagram
    • WhatsApp
    Live Streaming
    تازه ترین خبرونه

    د امريکې مداخلت لوجې جنګ بندي شوې، مونږ امن لوجې سيز فائر ته غاړه ايښودې وه، وزيراعظم

    جون 4, 2025

    ټي 20 نوې رينکنګ جاري، ټاپ ټين کښې د پاکستان يو لوبغاړې هم نۀ دې شامل

    جون 4, 2025

    قامي اقتصادي کونسل د راتلونکې مالي کال معاشي اهداف منظوري ورکړې

    جون 4, 2025

    د پاکستان په سفارتي کاميابې بهارت کښې د خفګان ماحول دې، وزيرخارجه اسحاق ډار

    جون 4, 2025
    سرلیکونه
    قامى خبرونه جون 4, 2025

    د امريکې مداخلت لوجې جنګ بندي شوې، مونږ امن لوجې سيز فائر ته غاړه ايښودې وه، وزيراعظم

    وزيراعظم شهبازشريف امريکې ته ديوم آزادۍ په موقع اومبارکي ورکړې او وئيلي دي چې د…

    ټي 20 نوې رينکنګ جاري، ټاپ ټين کښې د پاکستان يو لوبغاړې هم نۀ دې شامل

    جون 4, 2025

    قامي اقتصادي کونسل د راتلونکې مالي کال معاشي اهداف منظوري ورکړې

    جون 4, 2025
    ډیر لیدل شوی

    جمرود:د کوکي خيل قبيلې احتجاج لوجې پاک افغان لويه لار بند،بعضې مظاهرچيان په پيسو ګاډي پريږدي،ټرانسپورټرز او خلق مشکلاتو سره مخ

    اکتوبر 10, 202482 Views

    بیرسټر سیف خپل ګوند ته وړاندیز کړی چې حکومت دې خبرو ته وهڅوي

    دسمبر 19, 202461 Views

    خېبرپښتونخوا حکومت ټول وسائل د باني پي ټي آئي جلسو لپاره استعمالوي،محمد علي شاه باچه

    اکتوبر 1, 202454 Views
    د مدیر انتخاب

    د امريکې مداخلت لوجې جنګ بندي شوې، مونږ امن لوجې سيز فائر ته غاړه ايښودې وه، وزيراعظم

    جون 4, 2025

    قامي اقتصادي کونسل د راتلونکې مالي کال معاشي اهداف منظوري ورکړې

    جون 4, 2025

    د پاکستان په سفارتي کاميابې بهارت کښې د خفګان ماحول دې، وزيرخارجه اسحاق ډار

    جون 4, 2025
    خېبر نيوز
    خېبر نيوز

    خېبر نيوز د پښتو ژبې هغه وړومبے چېنل دے کوم چې تاڅو ته څليريشت ګېنټې تازه ترين خبرونه او جاري امورو باندې څېړنې درکوي. دا چېنل کال دوه زره اووۀ کښې په شپاړسمه جولائي شروع کړے شوے او ډېره لږه موده کښې تېزۍ سره د خپرونې د شهرت څوکې ته رسېدلے دے.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    خېبر نيوز © 2025 . ټول حقونه ساتل دي
    • سر پاڼه
    • خېبرپښتونخوا
    • انټرټېنمنټ خبرونه
    • بلوچستان

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.