د ملک نه غربت خاتمه د وزيراعظم وژن دے، د حکومت دويم تارګيټ ګراني قابو کول دي، د وفاقي وزير پيټروليم مصدق ملک خبري غونډه، وئيلي دي چي د روزګار فراهمي هم زمونږ وړومبي ترجيحاتو کښې شامل ده، مصدق ملک ترمخه باني پي ټي آئي د نهمي مئي پيښو اعتراف کړيدے، د هغه مقصد ملک تباه کول وو، ټرينډ ئي چلو چي کپتان نه وي، نو پاکستان به نه نوي، ولي مونږ وائيو چي پاکستان دے، نو مونږه يوو،
دا خبري وفاقي وزيرپيټروليم مصدق ملک نيوز کانفرس دوران کړي، وئيلي دي چي وزيراعظم غواړي د ملک نه غربت خاتمه اوشي،او دي سلسله کښې اولس ته ريليف فراهم کولو لپاره کوششونه روان دي،
د مصدق ملک وينا وه چي د وزيراعظم دويم تارګيټ ګراني کنټرول کول دي، او دغه شان د روزګار فراهمي هم زمونږ ترجيحاتو کښې شامل ده،
مصدق ملک زياته کړه چي ملک کښې د بجلۍ بحران به ډير زر قابو کړے شي، موجوده وخت کښې شپږ اتيا فيصده غريب بجلۍ صارفينو ته ريليف ورکولے کيږي
مصدق ملک ترمخه باني پي ټي آئي د نهمي مئي پيښو اعتراف کړيدے، د هغه مقصد ملک بربادول وو، هغه په سوشل ميډيا ټرينډ چلو چي کپتان نه وي، نو پاکستان نيشته، ولي مونږ وائيو چي پاکستان دے، نو مونږه يوو،