اسلام آباد کښې د يوم اقبال په مناسبت سره دستورې ته خطاب کښې وزيراعظم شهبازشريف وئيلي چې د علامه اقبال په فلسفه او خودي پيغام باندې د عمل کولو ضرورت دې ۔
وزيراعظم اووئيل چې د مفکر پاکستان شاعرۍ کښې د قامونو د تقديد د بدليدو پيغام دې، ايران،ترکيه ،مشرق وسطیٰ خلق هم د علاقه اقبال د کلام نه خبر دي ،برصغير پشمول په نړيوال کچ هم د علاقه اقبال کلام اثر لري ۔
وزيراعظم شهبازشريف اووئيل چې تير کال ګراني دوه ديرش فيصده وه، نن شپږ اعشاريه اوو فيصده ته راکمه شوېده ،دسمبر نه تر فرورې مياشتې پورې د بجلۍ په نرخ کښې کمي کړې شوېدې ۔
وزيراعظم مخکښې اووئيل چې ګهريلو صارفينو لپاره بجلي في يونټ قيمت شپږويشت روپې اووه پيسې راکم کړې شوېدې، دې سره به کورنو صارفينو ته يوؤلس روپې دوه څلويښت پېسې نه تر شپږ ويشت روپې پورې بچت وي ۔
هغه اووئيل چې بجلي سهولت پيکج به ټول پاکستان لپاره وي، صنعتونو ته به اتلس نه اوو ديرش فيصده پورې بچت کيږي،دغه شان کمرشل صارفينو لپاره به دغه پيکج د لاندې ديارلس اعشاريه شپږ څلويښت روپو نه تر دوه دوه ويشت روپو پورې بچت وي ۔
وزيراعظم زياته کړې چې بجلۍ قيمتونو کښې کمي سره به معيشت مضبوط شي، مونږ په معاشي توګه آزاد نه يو، خو د ملک معاشي صورتحال ورځ په ورځ بهترۍ په لور روان دې ۔