اسلام آباد: وزيراعظم شهباز شريف مشرۍ کښې د وفاقي کابينې اجلاس شوې چې پکښې د ملک امنيتي او معاشي صورتحال په معاملو غور شوېدې ۔
وزير اعظم اووئيل چې رحيم يار خان کښې د يو اے اي صدر سره کامياب او ګټه ور ملاقات شوېدې ، په دې موقع د متحده عرب اماراتو صدر سره په سرمايه کارۍ خبرې شوي ، د يو اے اي صدر روانې مياشت دوران دوه ارب ډالر ادائيګي هم موخر کړيده ۔
وزيراعظم وينا وه چې د ملک معيشت په مثبت لور روان دے ، د معاشي سفارتکارۍ هلوځلو ثمرات په نظر راځي ، دوه اربه ډالر په وخت راکولو د متحده عرب اماراتو د صدر شکريه ادا کوؤ ۔
د کرمې لانجې په حواله وزير اعظم شهبازشريف اووئيل چې د کرمې ډپټي کمشنر باندې د حملې مذمت کوؤ ،وزيراعظم اووئيل چې دا حمله امن معاهده سبوتاژ کولو کوشش دې، د ژوبل ډې سي علاج پيښؤر کښې جاري دې او مونږ د هغه زر صحټيابۍ لپاره دعاګو يو ۔