د باني پي ټي آئي او بشریٰ بي بي خلاف د يو سل نوي ملين پاؤنډ کيس د پنډۍ خصوصې احتساب عدالت دوکيل صفائي دلائل مکمل کيدو نه پس فيصله محفوظ کړې ده ۔
د پنډۍ خصوصي احتساب عدالت وئيلي دي چې فيصله به په دري ويشتم دسمبر اورولې شي ،عدالت د نيب او باني پي ټي آئي وکيلانو دلائل مکمل کيدو وروستو فيصله محفوظ کړېده ۔
خصوصي احتساب عدالت د کيس په آخري ورځ اته ګهنټو پورې سماعت شوې ، د نيب وکيلانو تيره ورځ خپل دلائل مکمل کړي وو ۔
د يو سل نوي ملين پاؤنډ ريفرنس کيس ټرائل يو کال کښې مکمل شوې، او اوس ئې فيصله هم محفوظ کړې شوې، کومه به چې راروان ګل په ورځ اورولې شي ۔