کيپ ټاؤن کښې جاري د دوئم ټيسټ ميچ په دريمه ورځ د پاکستان ټول ټيم په يو سل څلور نوي رنز آؤټ شوې او د فالو آن ښکار شويدې ۔
قامي ټيم د جنوبي افريقې اولني اننګز شپږ سوه پنځلس رنز جواب کښې صرف په يو سل څلور نوي رنز آؤټ شوې وو ، او کوربه ټيم ته د څلور سوه يويشت رنز برتري ترلاسه شوې وه ۔
پاکستان طرف نه بابراعظم ټولو نه زيات اته پنځوس، محمد رضوان شپږ څلويښت، سلمان آغا نولس، عامر جمال پنځلس، خرم شهزاد څوارلس، مير حمزه ديارلس رنز باندې آؤټ شوي وو ، جنوبي افريقې لخوا رباده درې ،مفاکا او مهاراج دوه، دوه وکټي اخستې وې ۔
د فالو آن نه پس پاکستان ته دوباره د بيټنګ بلنه ورکړې شوې وه، او بيا د قامي ټيم اوپنرانو شاندار آغاز کړې وو په اوپننګ ئې دوه سوه پنځه رنز جوړ کړي وو ۔
د پاکستان اولنې لوبغاړې بابراعظم په يو اتيا رنز آؤټ شوې، کپتان شان مسعود په يو سل دوه او خرم شهزاد په اته رنز ناټ آؤټ دي، پاکستان ته د جنوبي افريقې اولني اننګز سکور پورا کولو لپاره اوس هم دوه سوه اته رنز پکار دي ۔
دې نه وړاندې جنوبي افريقه اولني اننګز کښې په شپږ سوه پنځلس رنز آؤټ شوې وو ۔