پاکستان او افغان طالبانو ترمينځ د مذاکراتو دوئم دور نن ترک سرښار استنبول کښې کيږي ، غونډه کښې به د ترهه ګرۍ خطرو مخنيوي لپاره کلک او جامع مانيټرنګ ميکنزم په قيام خبرې کولې شي ۔
استنبول مذاکراتو کښې د پاکستان لخوا سکيورټي او بهرونو چارو وزارت چارواکي برخه اخلي ، خارجه دفتر ترجمان وئيلي چې د مذاکراتو مقصد د افغانستان خاورې نه پاکستان کښې ترهه ګري اودرول دي ۔
بلخوا د افغان طالبانو ترجمان ذبيح الله مجاهد وئيلي چې ترکي مذاکراتو کښې د افغان وفد مشري نائب داخله وزير حاجي نجيب کوي ، افغان وفد به د پاکستان سره په باقي پاتې مسئلو خبرې کوي ۔
دې نه وړاندې د پاکستان او افغان طالبانو ترمينځ انښتو نه پس د قطر او ترکي په ثالثۍ کښې دوحه کښې په نولسم اکتوبر د مذاکراتو وړومبې دور شوې وو ۔
پاکستان د ډيرې مودې راهسې د ثبوتونو سره په افغان طالبانو زور راوړې چې افغانستان کښې د پاکستان خلاف ترهه ګر ډلو مرکزونه موجود دي ، پاکستان کښې دننه دغه ترهه ګر ډلې د افغانستان د زمکې نه حملې کوي ۔
پاکستان هميشه افغان عبوري حکومت او نړيوالې ورورولۍ نه مطالبه کړې چې افغان طالبان دې د ترهه ګرو خلاف عملي کاروائي اوکړي ۔

