ملتان کښې جاري د دوئم ټيسټ ميچ په دوئمه ورځ قامي ټيم خپل اولني اننګز کښې درې سوه شپږ شپيتۀ رنز باندې آؤټ شويدې ۔
پاکستان طرف نه کامران غلام په ډيبيو شاندار بيټنګ نه پس يو سل څوارلس رنز باندې آؤټ شوې وو، صائم ايوب اووه اوويا رنز جوړ کړي وو۔
محمد رضوان يو څلويښت،عامر جمال اووه ديرش، نعمان علي دوه ديرش ،سلمان آغا يو ديرش رنز باندې آؤټ شوي وو، انګلينډ طرف نه جيک ليچ څلور،او بريډن کرس درې وکټې په خپل نوم کړې وې ۔
د پاکستان اولني اننګز جواب کښې انګلينډ د دوئمې ورځې ختميدو پورې شپږ وکټو په زيان دوه سوه نهه ديرش رنز جوړ کړي دي او د پاکستان اولني اننګز رنز پورا کولو لپاره ورته د نور يو سل اووه ويشت رنز ضرورت دې ۔
انګلينډ طرف نه بين ډخټ په يو سل څوارلس او جو روټ په څلور ديرش رنز آؤټ شويدي، پاکستان لخوا ساجد خان څلور او زاهد محمود دوه وکټې په خپل نوم کړېدي ۔
د درې ميچونو سيريز کښې ميلمه ټيم ته يو صفر سره برتري حاصل ده، د سيريز دريم او آخري ميچ به پنډۍ کرکټ سټيډيم کښې په څليريشتم اکتوبر لوبيږي ۔