پنډۍ: بانی پی ټی آئی سره اډیاله جيل کښې د هغه وکيل فيصل چودهري ليدۀ کاتۀ کړې او بيا ئې ميډيا سره خبرې هم کړيدې ۔
فيصل چوهدري وئيلي چې باني پي ټي آئي عمران خان په څلريشتم نومبراسلام آباد کښې د مارچ کولو کال ورکړېدې، احتجاج به صرف پاکستان کښې نه ، بلکه ټوله دنیا کښې کولې شي ۔
فيصل چودهري مطابق عمران خان وئيلي چې دا احتجاج به ترهغې جاري وي چې ترڅو زمونږ مطالبې نۀ وي پورا شوې ۔
فيصل چودهري ومخکښې وئيلي چې احتجاج لپاره کميټې هم جوړه کړی شوی ،خو اوس د هغی نومونه نه ظاهره وو،عمران خان وئيلي که نومونو مو په ډاګه کړل نو هغوي به بيا ګرفتار شي ۔
فيصل چوهدري اووئيل چې مطالباتو کښې شپږويشتم آئيني تراميم واپسی، زمونږ مينډيټ واپسی او بغير ټرائل ګرفتار ورکرانو فوری رهایی شامل دي ۔
بلخوا د عمران خان خور عليمه خان ميډيا سره خبرو کښې وئيلي چې عمران خان دا حتمي کال ورکړې او يو يو کارکنا ته ئې وئيلي چې بهر به راځې او احتجاج به کوې ۔