واشنګټن: صدارتي انتخابات د امريکې په پنځوست رياستونو او کولمبيا ډسټرکټ کښې ترسره کيږي، ډيموکريټ اميدوار کملاهيرس او ډونلډ ټرمپ خپل بهرپور کمپائن تيره ورځ ختم کړې وؤ ۔
د امريکې په صدارتي انتخاباتو کښې د سوئنګ رياستونو کردار اهم ګنړلي شې، په اووه سوئنګ رياستونو کښې سابق صدر ډونلډ ټرمپ ته پنځه رياستونو کښې برتري ترلاسه ده، ولې دې حوالې سره حتمي رائے ورکوؤل ناممکن ده ۔
سوئنګ رياستونو کښې مشي ګن، ايري زونا، وسکونسن، شمالي کيرولائنا، جارجيا، نيوائډا، پنسلوينيا شامل دي ۔
د صدارتي انتخاباتو په نتيجه کښې کامياب اميدوار به د امريکې اووه څلويښتم صدر وي ۔
دې اليکشن کښې به سبا پورې د رياستونو د اليکټرز پوزيشن واضحه شي، دغه اليکټرز به د دسمبر په اولسمه نيټه رايوځائې کيږي او يو اميدوار له به ووټ ورکوي ۔
وائټ هاؤس قبضه کوؤلو لپاره اميدوار لپاره دوه سوه اويا اليکټرز ترلاسه کوؤل لازم دي، ددې وروستو به په شلمه جنورې د امريکې نوې صدر حلف پورتا کوي ۔ياده دې وي چې د امريکې آئين اولس سوه اته اتيا کښې جوړ شوې وؤ، هم په دغه کال اولني صدارتي انتخابات ترسره شوي وؤ، چې پکښې جارج واشنګټن د امريکې اولنې صدر منتخب شوې وؤ، دغه رنګ د امريکې اولني کانګريس ممبران هم منتخب شوي وؤ